1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: د داعش پر ضد د طالبانو عملیات هم اغېزمن ول

۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې په ننګرهار کې د داعش پر ضد د طالبانو عملیات هم اغېزمن ول. تردې مخکي ولسمشر غني په ننګرهار کې د داعش ماتولو اعلان کړی وو.

https://p.dw.com/p/3UDRQ
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د چهار شنبې په ورځ کابل ته په رسېدلو سره پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د داعش پر ضد وروستیو عملیاتو د دې ډلې د خراسان څانګه خورا ځپلې ده. نوموړی په دغو عملیاتو کې د امریکايي او افغان ځواکونو ترڅنګ د طالبانو رول هم اغېزمن بولي.

زلمي خليلزاد پر خپله تويتر پاڼه ليکلي: «په ننګرهار کې وروستی کمپاین یوه بیلګه ده، د امريکا، ناټو او افغان امنیتي ځواکونو او دغه راز طالبانو له خوا د اغیزمنو عملیاتو له کبله داعش – خراسان سیمه او جنګیالي وبایلل او په سونو یې تسلیم شول.»

خلیلزاد زیاته کړې ده چې سره له دې چې د داعش خراسان څانګه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې، خو دا یې پر وړاندې یو ریښتینی پرمختګ دی.

خليلزاد دا څرگندونې کابل ته په رسېدو سره کړي دي او داسي ښکاري چې ښايي سفر یې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بیرته پیلولو سره کوم تړاو ولري.

يوه لوړ پوړي افغان چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «خلیلزاد په کابل کې دی او له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره به وگوري.» دغه چارواکي زياته کړې ده چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو بیرته پيلول به د دې ليدنو کتنو په اجنډا کې شامل وي.

Zalmay Khalilzad
زلمی خلیلزاد يو ځل بيا په کابل کې د افغان چارواکو سره گوريانځور: Reuters/O. Sobhani

خو په کابل کې د امريکا سفارت په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

د تېرې نوامبر میاشتې پر ۱۹ مه نیټه افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د داعش ماتېدو اعلان وکړ. غني هغه مهال ويلي ول چې په ننګرهار کې د داعش ماتېدل نه یوازې د ختیځ او افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه لویه لاسته راوړنه ده.

خو د داعش په ماتولو کې د طالبانو د رول پر ستاینې نېوکې هم شوي دي. د افغان پارلمان یوه پخواني غړي صالح محمد سلجوقي دوچه ویله ته وویل چې له طالبانو د داعش پر ضد د اغیزمنو عملیاتو تمه، افغان جګړه لاپسې کړکیچنه کولای شي. هغه وويل: «دا څرګندونې په دې مانا دي چې خلیلزاد او طالبان ګډ اهداف لري، دغسې څرګندونې په یو ډول طالبانو ته مشروعیت ورکول دي.»

څه موده مخکې د ننګرهار امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې ۲۴۳ جنګیالي له ۶۲۵ ښځو او ماشومانوسره تسلیم شوي دي. دوې ورځې مخکې هم د ننګرهار ځايي چارواکو وویل چې په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۴۹ نورجنګیالي هم افغان ځواکونو ته تسلیم شول. اچین د افغانستان په ختیځ کې د داعش پلازمېنه بلل کېده.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشيف څخه: