1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خصوصي بانکونو ته دنویو چاپ شویو بانکنوټونو د وېش بهیر پیل شو

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

د افغانستان بانک ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ ملیونه نوي بانکنوټونه وېشلي او په مقابل کې یې له یادو بانکو څخه زړې پیسې راټولې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4MgIQ
Taliban-Vorstoß erhöht die politische wirtschaftliche Unsicherheit in Afghanistan
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو مسؤولان وايي چې د نوي بانکنوټونو په ویشلو سره زاړه بانکنوټونه راټولوي.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټولو خصوصي بانکونو ته نوي چاپ شوي بانکنوټونه وېشل شوي دي: « د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ میلیون نوي بانکنوټونه وویشل شول او په مقابل کې یې له یادو بانکونو څخه زاړه بانکنوټونه راټول شول. په دې بانکنوټونو کې لس ګون، شل ګون، پنځوس ګون او سل ګون بانکنوټونه شامل دي.»

مخکې تر دې سوداګر او عام خلک په بازارونو کې د زړو پیسو له ډېرښت څخه شکایتونه درلود. له څه مودې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د نویو افغانيو بانکنوټونو د ساتلو له پاره د بټوې کارولو کمپاین هم پیل شوی دی.