1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ختیځو ولایتونو کې د محرقې ډېرښت؛ روغتیاپالان یې کرونا ګڼي

۱۳۹۹ خرداد ۸, پنجشنبه

له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ختیځو ولایتونو کې د محرقې ناروغي ډېره شوې ده، چې ورسره د حکومت او خلکو اندېښنې هم ډېرې شوي دي. چارواکي بیا وايي چې په محرقه اخته کسان په اصل کې په کرونا اخته دي.

https://p.dw.com/p/3ctIL
Corona-Virus in Kandahar Afghanistan
انځور: DW/M. Ibrahim

که څه هم محرقه د هاضمې جهاز او کرونا د سږو د جهاز ناروغي بلل کېږي؛ خو په نښو او علامو کې دغه دواړه ناروغۍ نیږدې ‌والی لري. دغه ناروغي د څو ورځو راهیسې، د هیواد په شرقي ولایتونو تر ډیره په ننګرهار ولایت کې په ډیریدو ده چې له کبله یې حکومت او خلک اندیښمن دي.

په مستعار نوم سهیل، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې په بدن کې د کرونا نښې لري وايي چې په بدن کې یې د کرونا علامو په ښکاره کېدو سره سم په کونړ ولایت کې د کرونا معایناتو اخستلو مرکز ته ورغی؛ خو هلته ورته د ملاریا او محرقې ازمېښت پارچه ورکړل شوه او له معایناتو تر نتیجې وروسته ورته وویل شو، چې محرقه لري.

دی وايي، په لومړیو کې یې سړه تبه، د عضلاتو درد او ګنګسیت درلوده؛ خو په کونړ کې د کرونا سنټر د مسئولینو په لارښوونه یې د محرقې درمل پیل کړل او سمپل ترې وانخستلی شو.

سهیل زیاتوي، کونړ، ننګرهار او ان له هېواده بهر ډاکټرانو ته یې د خپلې ناروغۍ ټولې نښې او علامې ویلي، چې هغوی دا محرقه نه؛ بلکې کرونا بللې، نو ځکه خو یې ځان قرنطین کړی دی.

د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکی سکندر زاهد هم وايي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د بدن، ستوني او عضلاتو دردونه لري، چې په عامه اصطلاح ورته ډاکټران محرقه وايي؛ خو زیاتوي چې دغه ټول علایم د کوید۱۹ ناروغۍ یا کرونا دي.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

هغه وايي چې په کور کې یې ځان قرنطین کړی او هغه خواړه او درمل خوري، کوم چې پر کرونا اخته ناروغانو ته ورکول کېږي.

په محرقې ناروغۍ اخته کسان کرونا نیولي

د ختیځو درېو ولایتونو، ننګرهار، کونړ او لغمان هر شخصي او دولتي روغتون ته په ورتلو سره ډېر داسې کسان لیدل کېږي، چې لاسونو کې یې کنولونه تړلي او ډاکټرانو ورته ویلي، چې محرقه لري.

د دې ولایتونو اوسېدونکي اندېښنه لري چې که چېرې روغتیا وزارت د کرونا او محرقې تر منځ دا پیدا شوی شک لرې نه کړي؛ نو دواړو مواردو کې لوی ناورین رامنځته کېدای شي.

په همدې تړاو نن له روغتیا وزارته ننګرهار ته د دغې موضوع د څېړلو له پاره پلاوی راغلی. دغه پلاوي ويلي چې د هر هغه ناروغ د وینې معاینه چې پایله کې یې محرقه وتلې، پر کرونا اخته شوی او سپارښتنه یې وکړه چې دوی اړ دي چې ځان او کورنۍ له دې ناروغۍ وساتي.

په عین وخت کې د ننګرهار رسنیز دفتر لیکلي چې له وزارته د ورغلي پلاوي مشر ډاکټر بشیرحمید، د دغه ولایت د روغتیايي مسئولینو سره ناسته کې وویل چې ټول هغه کسان چې د ډاکټرانو له لوري ورته معاینه ‌پاڼه کې محرقه لیکل شوې، کرونا نیولي او باید خپلې روغتیا ته یې پام وکړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټرنصیر احمد درانی، هم د خلکو اندېښنو ته ځواب کې او همدې ته ورته څرګندونې یې کړي دي. نوموړی وايي چې ټول هغه ناروغان چې د محرقې ورته ویل شوي، پر کرونا اخته دي او ټول احتیاطي تدابیر دې پام کې ونیسي.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: DW/S. Tanha Shokran

بل لوري ته په کونړ کې د کوید۱۹ ناروغۍ د روغتون رییس ډاکټر علي محمد، هم وايي چې کومه موضوع چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ختیځو ولایتونو کې د محرقې په نوم خپره شوې، هغه کرونا ده او پکار ده، چې ناروغان د ځان او نورو روغتیا ته پام وساتي.

دی وايي چې محرقې په عادي لابراتوارونو او تشخیصیه کیټونو کې نه شي مالومېدای؛ نو له همدې امله دی سپارښتنه کوي، چې ناروغان دې ټولې هغه لارښوونې عملي کړي، چې د کرونا ناروغانو ته یې توصیه کېږي.

ډاکټران د کوید۱۹ ناروغانو له پاره د مختلفو ویټامینونو، مایعاتو، مالټې، کیوي، لېمو او نورو ګرمو خوړو او څښاک سپارښتنه کوي.

د ختیځو ولایتونو ډېری اوسېدونکي او ځینې ډاکټران په دې اند دي، چې دلته د درملو سوداګر او د دوی په وینا، طبي مافیا په لوی لاس خلک د محرقې ټیسټ او درمل اخستلو ته هڅوي، چې دا چاره لوی ناورین رامنځته کولی شي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل وايي چې تېر څلورویشت ساعتونه د ختیځو ولایتونو له پاره د کرونا د تشخیص لابراتوار غیر فعاله و.

تر دې دمه ټول ختیځ کې ۱۰۱۲ کسان پر کرونا اخته شوي، چې له دې جملې ننګرهار کې ۶۳۳، کونړ کې ۱۷۱، لغمان کې ۲۰۴ او نورستان کې د کرونا ویروس یوازې څلور مثبتې پیښې ثبت شوي دي. ننګرهار کې بیا تر پرونه له دې ناروغۍ ۲۰ کسان مړه او ۲۸ رغېدلي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، تر نن ورځې پنجشنبې ورځې پورې (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې ۲۸مې نیټبې پورې) په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۰۳۶ ته رسېدلی، ۲۳۵ کسان مړه شوي ا و ۱۲۰۹ کسان رغېدلي دي.

د کرونا پټول او ستر احتمالي ناورین

په ختیځو ولایتونو کې بیا ډېر شمېر داسې کسان هم شته، چې د کرونا د ټيسټ مثبت کېدو وروسته هڅه کوي، خپله ناروغي پټه کړي، چې دا چاره نورو ته انتقال کې لوی رول لري. همدا راز، ډېر شمېر خلک وايي چې له کرونا ناروغۍ د مړه شویو کسانو کورنۍ په پار، چې مړي ته یې خلک ورشي، دا پټوي، چې خپلوان یې کرونا ناروغۍ وژلی دی.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: DW/S. Tanha

بل لوري ته د کوچني اختر په مناسبت ښارونو کې د ګرځېدو تر نرمښت نه وروسته اوس یو وار بیا حکومت په ختیځو ولایتونو کې قرنطین عملي کوي؛ خو ولسي وګړي وايي چې اوس چې د محرقې په نوم کرونا هر ځای رسېدلې، نو د ښارونو تړل بې مانا او خلکو ته ستونزې جوړوي.

دوی پر حکومت د انتقاد سربیره  وايي چې حکومت دې د ښارونو او لارو تړلو پر ځای د توکیو نرخونه کنټرول کړي؛ ځکه له تېرو دوو میاشتو راهیسې ختیځ کې د خوراکي او غیر خوراکي توکیو بیې په بې ساري ډول لوړ شوي دي.