«خبر نه وم چې اروپايي پوليس دې دومره ظالم وي»
۱۳۹۶ فروردین ۱۲, شنبه له هغه وخته چې مهاجرو پر مخ د بالکان لارې تړل شوي دي، په زرونو مهاجر چې غواړي لويديځې اروپا ته خپل ځانونه ورسوي په سربيا کې بند پاتې دي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې پر وينا اوس مهال په سربيا کې له اتو زرو څخه زيات مهاجر بند پاتې دي. په دغو مهاجرو کې ډيری يې د افغانستان، پاکستان، عراق او سوريې هيوادونو اوسيدونکي دي.
دغه مهاجر د ملګرو ملتونو او سربيا حکومت لخوا په جوړو شويو کمپونو کې ژوند کوي، خو ترڅنګ داسې مهاجر هم شته چې د ختيځې اروپا په دغه هيواد کې چې ډیره سړه هوا لري، په راڼه ميدان کې خپلې شپې او ورځې تيروي.
ياد مهاجر، لويديځې اروپا ته د نه رسيدو او په سربيا کې په پر له پسې توګه د سختيو ګاللو له وجې ورځ تر بله ناهيلي کيږي. پر دوي فشارونه او بد وضعيت ډیری وخت خپلو د شخړو د راولاړيدو سبب ګرځي. کله هم مهاجر هڅې کوي چې له دغه بد وضعيت څخه د خلاصون په موخه، په هر ترتيب چې وي له پولې واوړي حتي که په مرګ يې هم تماميږي.
وهل ټکول
له پولو څخه د اوښتو پر وخت، امنيتي ځواکونو لخوا د نيولو امکانات ډیر دي او تر نيولو وروسته وهل ټګول هم له ځانه سره لري.
۲۱ کلن پاکستانی مهاجر نجم خان چې د بلګراد ښار په يوه پارک کې ژوند کوي، څو ځله يې له پولې څخه د اروپايي اتحادېې ته د داخليدو هڅې کړي دي. نجم خان فرانسې خبري آژانس ته وویل: « ما هيڅ کله داسې فکر نه کاوه چې اروپايي پوليس دې دومره ظالم وي.»
دغه پاکستانی ځوان دوه اوونۍ وړاندې بلګراد ته رسيدلی دی. هغه وايي چې پوليسو هغه د بلغاريا پلازمينه صوفيا ښار په يوه زړه ودانۍ کې چې هلته نور غيرقانوني مهاجر هم اوسيږي اچولی دی. نجم وویل: « هغوی زه ووهلم، زه يې تهاڼې ته بوتلم. کمپ ته يې د راوستلو پر وخت هم راسره زور زیاتی وکړ.»
نجم خان، بلغاريا څخه سربيا ته تر راتلو وروسته سمدلاسه وغوښتل چې خپلو ملګرو سره د هنګري له پولې واوړي، خو د هنګري هيواد پوله ساتو ځواکونو لخوا يې مخه ونيول شوه. هغه وايي: « هغوي مونږ اړ کړو چې په يوه کتار کې پړمخ په ځمکه څملو، بيا د مونږ پر شا وګرځيدل او په لوړ غږ يې خندل. هغوي زمونږ پر مخ شراب هم وشيندل. زمونږ موبايلونه يې مات کړل خو پيسې يې راڅخه وانخيستي.»
حکومتونه ادعاوي ردوي
د سربيا، کروشيا او هنګري هيوادونو حکومتونه بیا د مهاجرو دغه ادعاوي نه مني. کروشيا وايي چې دوی تر اوسه پوليسو لخوا د مهاجرو پر وړاندې د تاوتريخوالو هيڅ شواهد ندي موندلي. هنګري وايي چې امنيتي ځواکونه يې « انساني کرامت په نظر کې نيولو سره» د مهاجر دروي.
يوازې دغه پاکستانې مهاجر ندی چې له امنيتي ځواکونو څخه شکایت کوي، بلکه په سربيا کې ګڼ شمير افغان، سوريايي او عراقي مهاجر هم د امنيتي ځواکونو له سلوک څخه سر ټکوي.
بلګراد کې د بې پولې داکترانو څخه اندریا کونتينتا، فرانسې خبري آژانس ته وویل: « په سرحدونو کې د کنترول تر زياتيدو وروسته د تاوتريخوالو پيښې ډيرې شوي دي. زمونږ په ناروغانو کې له نيمايي څخه زيات يې هغه مهاجر دي چې د تاوتريخوالي په پيښو کې ټپیان شوي دي.»
تر دې مخکې رپوټونو کې د افغان مهاجرو په حواله ويل شوي وو چې د پوله ساتو ځواکونو لخوا په لوی لاس په سپيو داړل شوي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.09.2015):