خبرونه په متن او انځور کي
چاودنې په بغلان کي د يوې کورنۍ ۱۱ کسان ووژل
په بغلان کې ماین چاودني د یوې کورنۍ یوولس غړي وژلي. یوه چارواکي د جمعې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان په شمال کې هغه وخت د یوې کورنۍ یوولس غړي ووژل شوي چې موټر یې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو. د پولیسو یوه ویاند جاوید بشارت، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې پنځه ماشومان، دوې ښځې او څلور نارینه شامل دي. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې چاودنې درې نور ماشومان ټپیان کړي هم دي.
ترکي پارلمان د وکيلانو مصؤنيت ليري کړ
د ترکيې پارلمان اکثريت د هغه قانون په حق کي رايي واچولې چي په ترڅ کي يې د ولسي استازو مصونيت ليري سو. دغه قانون د اړين دوه پر درې اکثريت راپو په مرسته تصويب سو. د ياد قانون مسوده د حاکم ګوند AKP له خوا وړاندي سوې وه چي په حق کي يې د پارلمان د ۵۵۰ استازو څخه ۳۷۳ استازو رايي واچولې. دغه قانون په زيات بيا د کورد پلوه ګوند HDP و استازو ته مواجه دی.
مصری پوځ: د لوېدلي الوتکي ټوټې مو وموندلې
د مصر پوځ ويلي دي چي د EgyptAir د لوېدلي مسافر وړونکي الوتکي ټوټې يې په مديترانه کي موندلي دي. د پوځ وياند ويلي چي پوځ د سکندريه څخه په ۲۹۰ کلومترۍ کي د اوبو پر سر د لوېدلي الوتکي د مسافرو شخصي سامانونه هم موندلي دي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ږان مارک اوی رالت ويلي چي د دغې الوتکي د لوېدلو اصلي وجوهات لا تر اوسه نه دي څرګند.
د اسرائيل د دفاع وزير استعفی وکړه
د اسرائيل د دفاع وزير موشې جالون له خپلي دندي استعفی کړې ده. دا د هغه وروسته چي نوموړي اختلافات د حکومت د مشرتابه سره زيات سول. موشې جالون د خپلي استعفی په توجيه کي ويلي دي چي د اعتماد د کموالي له کبله مستعفي کيږي او دا چي غواړي په خپل سياسي ژوند کي لږ وقفه او دمه وکړي. نوموړي د لومړي وزير بنيامين نتنياهو چلن هم د خپلي استعفی لامل بللی دی.
پاکستان: افغان ځواکونه بايد طالبان پوځي پرمختګونو ته پرې نږدي
د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر اعزاز احمد چودهدري پر کابل ږغ کړی دی چي د طالبانو پوځي پرمختګ دي محدود کړي. نوموړي ويلي چي د دې تر څنګ بايد کابل بايد داسي هڅوونکي اقدامات وکړي چي طالبان د سولي خبرو اترو ته حاضر سي. دغه پاکستاني چارواکي د رايټرز خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي که طالبانو د سولي په خبرو اترو کي د شراکت کولو له پاره هوکړه نه ده کړې، نو دا يې هم نه دي ويلي چي شراکت به نه کوي.