خبرونه په متن او انځور کي
د ډنمارک پوليسو د داعش څلور شکمن جنګيالي نيولي دي
د ډنمارک پوليسو په کوپنهاګن کي څلور شکمن د داعش جنګيالي نيولي دي. پوليسو د پنجشنبې په ورځ وويل چي دوی دغه کسان د تلاښيو پر وخت د يو مقدار وسلو او مرميو سره يو ځای ونيول. زياته سوې چي پر دغو کسانو شک کيږي چي د سوريې د داعش ډلې له خوا به جلب کړل سوي وي چي بريدونه تر سره کړي. پوليسو د دغو کسانو د هويت په تړاو معلومات نه دي ورکړي.
د آلمان ولسمشر د مهاجرو د سمدلاسه ادغام غوښتنه وکړه
د آلمان ولسمشر يوآخيم ګاوک غوښتنه کړې، چي د مهاجرو د رارسېدو سره سم دي په آلمانۍ ټولنه کي د هغوی د ادغام له پاره اقدامات وسي. نوموړي دا څرګندونې په برلين کي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي د يوې غونډي پر وخت وکړې. د نوموړي په وينا چي هر څومره ژر دغه انسانان په ورځني ژوند کي مدغميږي، د ټولو ښکېلو اړخونو له پاره هومره ګټوره خبره ده.
ترکي جنګي الوتکو په شمالي عراق کي کوردي هدفونه بمباري کړل
د رسنيو د راپورونو له مخي د ترکيې جنګي الوتکو په شمالي عراق کي د کوردانو د کارګر ګوند PKK مورچلونه په نخشه کړي دي. د انادولو خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چي په دغو بمباريو کي د ياد کوردي ګوند د وسله والو غرني مورچلونه او غارونه او نور تاسيسات له منځه وړل سوي دي. د تېر کال په جولای مياشت کي د ترکيې او د کوردانو د PKK ګوند تر منځ اوربند له منځه تللی ؤ.
د پاناما ولسمشر وايي چي د پوست بکسي شرکتونو موضوع به وڅېړل سي
د پاناما ولسمشر خوان کارلوس وارېلا د پوست بکسي شرکتونو د قضيې د څېړلو له پاره د کارپوهانو يو کميسيون ګومارل غواړي. نوموړي له کورنيو او بهرنيو کارپوهانو څخه په پاناما کي د اقتصادي سيکتور د لا زيات شفاف کولو له پاره مشورې غوښتي دي. د هغه په وينا په تړې تړاو بل يو لړ پلټني تر سره سي.
د اعتصاب له کبله و يونان ته د مسافرو پروازونه درېدلی دی
په يونان کي په هوايي ډګرونو کي د پروازونو د رهنمايي کوونکو کارګرو د اعتساب له کبله د چهارشنبې د شپې د ۱۱ بجو راهيسي پروازونه درېدلي دي. په دې ترڅ کي نه يونان ته مسافر وړونکې الوتکي ورځي او نه هم ورڅخه پرواز کوي. دغه اعتصاب به ۲۴ ساعته دوام وکړي. د کاګرو اړونده اتحاديه په دغه اعتصاب سره په تقاعد کي د کمښتونو پر ضد احتجاج کوي.