خبرونه په انځورونو کي
د سيمي او نړۍ مهم خبرونه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په کابل کي د ناټو ۹ همکاران وژل سوي دي
په کابل کي د جمعې په ورځ د ناټو يو عسکر او اته ملکي قرارداديان وژل سوي دي. د جمعې په ورځ په کابل کي څو چاودنې وسوې چي پکښي تر ۲۰ څخه زيات د پوليسو د اکاډمۍ زده کوونکي او يو شمېر ولسي کسان ووژل سول. د کابل د پوليسو پر اکاډمۍ د ځانمرګي بريد پړه طالبانو په غاړه اخيستې ده. په دې توګه په ۲۴ ساعتو کي په کابل کي ۴۰ انسانان په بريدونو کي ووژل سول او ۲۴۰ نور ژوبل سول.
«داعش په موصل کي تر ۲۰۰۰ زيات انسانان وژلي دي»
د پخواني داعش ډلې ښايي د عراق په موصل کي تر ۲۰۰۰ څخه زيات انسانان وژلي وي. دا تور د عراق د دفاعي چارو وزير خالد العبيدي لګولی دی. د نوموړي په وينا د «اسلامي دولت» ډلې دغه انسانان د نه همکارۍ له کبله وژلي دي. د فرانس پريس خبري آژانس د شاهدانو له وينا د ۲۰۷۰ انسانانو د وژني خبر ورکړی. د تورونو له مخي دا وژني د ۲۰۱۴ کال راهيسي په موصل کي تر سره سوي دي.
ترکيه: ترافيکي حادثې ۹ سوريايي مهاجر ووژل
د ترکيې هيواد په لوېديځ کي د مسافر وړونکي سرويس موټر په ترافيکي پېښه کي ۹ سوريايي پناه غوښتونکي وژل سوي دي. دا خبر ترکي رسنيو ورکړی دی. زياته سوې چي دغه حادثه د شنبې په ورځ هغه وخت رامنځ سوه کله چي د سرويس موټر چلونکي پر موټر کنټرول دلاسه ورکړ او موټر د ديوال سره ټکر سو. د باليکسير په ولايت کي په رامنځ ته سوې دغه حادثه کي ۳۰ انسانان ټپيان سوي هم دي.
د سوځول سوي فلسطيني طفل پلار هم په حق ورسېد
د يهودي توندلارو له خوا د فلسطينيانو و کور ته د اور اچونې او يو ۱۸ مياشتي طفل د سوځلو يوه اونۍ وروسته د طفل پلار هم په حق رسېدلی دی. د فلسطين د خپلواکمنې ادارې په وينا دغه کس چي د جسد زياته برخه يې سوځېدلې وه، د اسرائيل په يو روغتون کي يې ساه ورکړې ده. د دغې ادارې په وينا و فلسطين ته د دغه کس د مړي د بېرته لېږلو په تړاو د اسرائيل سره خبري ادامه لري.
پوځ: د مالي په هوټل کي مو يرغمل نېونه پای ته ورسوله
د مالي هيواد پوځ وايي چي د سېوارې په ښار کي يې يوه يرغمل نيونه پای ته رسولې ده. دغه يرغمل نيونه د «بيبلوس» په نوم يو هوټل کي رامنځ ته سوه. زياته سوې چي څلور يرغمل نيونکي تښتېدلي دي. دغو احتمالي اسلامپال وسله والو پر پوځ د بريد وروسته په دغه هوټل کي بهرنيان يرغمل ونيول. د دې تر مخه د تاوتريخوالي په پيښو کي ۱۳ انسانان وژل سوي ول.