خبرونه په انځورونو او متن کي
د افغانستان، سيمي او نړۍ مهم خبرونه دلته لوستلای سئ. د ۲۰۱۵م کال د اګست مياشتي لومړۍ نېټه
د بن لادن خپلوان د الوتکي په حادثه کي وژل سوي
د اُسامه بن لادن د کورنۍ غړي د بريتانيې په سويل کي د الوتکي په حادثه کي وژل سوي دي. په لندن کي د سعودي عربستان سفارت په دې تړاو خپله غمشريکي ښکاره کړې ده. سعودي او بريتانوي رسنيو خبر ورکړی چي د همپشاير پر هوايي ډګر د ۳۰۰ جېټ ډوله خصوصي الوتکي د ناستي پر وخت رامنځ ته سوې حادثه کي چي کوم انسانان وژل سوي پکښي څلور يې د بن لادن د کورنۍ غړي ول.
السبسي اضطراري حالت د ۲ مياشتو له پاره تمديد کړ
په تونس کي اضطراري حالت د ۲ نورو مياشتو له پاره تمديد کړل سو. د ولسمشر دفتر په وينا په دې تړاو د ولسمشر فرمان به د دوشنبې د ورځي (د ۲۰۱۵م کال د اګست ۳مه نېټه) څخه قابل عمل وي. د ولسمشر الباجي السبسي وياند ويلي دي چي «هيواد يې د ترهګرۍ سره په جګړه کي قرار لري.» د روان مېلادي کال د جون مياشتي په ۲۶مه نېټه د سوسه ښار د سېلانيانو په يوه سيمه کي د وسله وال بريد په نتيجه کي ۳۸ بهرنيان وژل سوي ول.
اولاند د ماسکو سره د بېړيو د جوړ جاړي خبر رد کړ
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د روسيې هغه اعلان رد کړی، چي پکښي ويل سوي ول چي د جنګي بېړيو د خرڅلاؤ په لانجه د پاريس سره جوړ جاړي ته رسېدلی دی. اولاند ويلي چي د ميسترال ډوله هغو بېړيو پر سر د روسيې سره خبري اتري لا جريان لري چي څرخي الوتکي انتقالولای سي. د اولاند په وينا په دغه لانجه کي د حل پيدا کولو له پاره هڅې روان يدي. د اولاند په وينا هغه به په راتلونکي اونۍ کي په دې تړاو پرېکړه وکړي.
کامرون غواړي د ناقانونه کډوالو مخه ونيسي
د بريتانيې لومړی وزير ډېويډ کامرون غواړي چي د جګو سيمي ديوالونو په مرسته و بريتانيې ته د ناقانونه کډوالو مخه ونيسي. د بريتانيې جزيرې ته د يورو تونل له لاري هر کال ګڼ شمېر پناه غوښتونکي ورځي. دغه تقريبا ۵۰ کلومتره اوږد تونل د مانش کانال لاندي تېر سوی او د فرانسې د کالې ښار د بريتانوي ډوور سره نښلوي. کامرون په لندن کي د يورو تونل له لاري د پناه غوښتونکو د ورتګ پر موضوع يو اضطراري غونډه رابللې وه.
ليبيا: دوه تښتول سوي هنديان خوشي سول
په ليبيا کي د تښتول سوو ۴ هندي کارپوهانو څخه ۲ يې بېرته خوشي کړل سوي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وويل چي دغه ۲ کسان په مصراته کي و پوهنتون ته رسول سوي دي. تښتول سوي ۴ هنديان د پوهنتون استادان دي. نوي ډلي ويلي چي د پاتو دوو کسانو د خلاصون له پاره يې هڅو ته ادامه ورکړې ده. دغه څلور هنديان د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د اګست ۲۹مه نېټه) د بندري ښار سرت څخه په ۵۰ کلنۍ کي تښتول سوي ول.
د بارانونو له کبله د نيپال بيا رغونه د ستونزو سره مخامخ ده
په نيپال کي د سختي زلزلې څخه ۱۰۰ ورځي وروسته لا په مليونونو انسانان بې سرپناه پاته دي. د مون سون سخت بارانونه د دې لامل سوي چي د مرستندويانو او بيا رغوني کارونه د خنډونو سره مخامخ سي. په آسيا کي د آلماني مسيحي مرستندويه ادارې ډياکوني مشر ميشايل فريشموت ويلي دي چي د مرستي کارونه يې د بارانونو له کبله سخت اغېزمن سوي دي. زياته سوې چي په بې سرپناه خلکو کي تقريبا ۳۷۰ زره يې ماشومان دي.