خايي اتل په انځورونو کې: هغه افغان چې د حج ته د تلو پر ځای یې پل جوړ کړ
امان الله بای، د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې ژوند کوي. هغه سږ کال غوښتل چې حج ته ولاړ شي، خو کله چې د خپلې سیمې د اوسیدونکو ستونز ولیدې، نو حج ته د تلو پر ځای یې د یوه پله جوړولو پریکړه وکړه.
د امان الله نوم د حاجیانو په لیست کې وو خو هغه پریکړه چې حج ته د تلو پر ځای په سیمه کې یو پل جوړ کړي.
کله چې امان الله ولیدل چې د کلي اوسیدونکي له سیند څخه په تیریدو کې ستونزې لري نو هغه د پله د جوړولو پریکړه وکړه.
هغه د دغه پله د جوړولو له پاره ۲۰ زره ډالر په پام کې نیولي وو خو اوس داسې ښکاري چې د پله لګښت به تر ۴۰ ډالرو لوړ وي.
په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوازې یو لیسه ښوونځي فعالیت کوي، چې هغه ته د رسیدو له پاره باید زده کوونکي او ښوونکي له سیند څخه تیر شي.
د فاریات د ولایتي شورا غړو، د امان الله پروژه په تصادفي توګه ولیده.
امان الله وایي چې اوس هم غواړي حج ته ولاړ شي. هغه وایي جې دا کار به د پله تر جوړیدو وروسته وکړي.
د فاریاب ولایت یوه استازي ژمنه کړی ده جې په راتلونکي کال کې په امان الله په خپل لګښت له افغانستان څخه وباسي.
انځورونه
1 | 7انځورونه