خالد: په کندهار کي به ناقانونه وسله والي ډلي بې وسلې سي
۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبهد سرحدونو د چارو وزير او په سهيل کي د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د عمږغۍ مسؤل اسدالله خالد وايي، چي دغه کار ځکه راپيلوي، چي په کندهار کي د امنيت خوندي کولو ته لاښه لارهواره او کندهاريان په يوه ارامه امنيتي فضاءکي د خوښۍ سا واخلي.
« ټولوامنيتي قواووته امرکوم، چي په ښارکي ټولي هغه سيکورټي کمپنۍ په فعاليت اخته دي دا بايد د ښار له ساحېي نه ووزي، تر څو د کندهار د شريفو خلګو د ازار او اذيت سبب ونه ګرځي، په پنځو ورځو کي به ټول اړوند امنيتي اوملکي دواير دوى ته ځايونه په څلور طرفه تعينوي او هغوى بايد له دې ځايه ووزي.»
د سرحدونو چارو وزير په کندهار کي په يوه خبري ناسته کي زياته کړه، ټول هغه ډلي چي غيري قانوني وسلي له ځانه سره ګرځوي، په دې راتلونکو پنځو وروځو کي به بې وسلې او تر څنګ به يې ټولي هغه لاري چي ددولتي ودانيو د ساتني په موخه بندي سوي د ولس پرمخ پرانيزي. خو د ودانيو په امنيت کي به کوم بدلون نه راځي .
نوموړي د بې اسنادو موټرونو پر راجسټرکولو باندي هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چي ټول موټرونه چي اسناد نه لري راجسټراوهغه د مرميو ضد موټرونه، چي په ښارکي تګ راتګ کوي، بايد اجازه ليک ولري او د قانوني جواز د نه درلودولو په صورت کي د هيچا مراعت نه کيږي او موټرونه يې د ټاکل سويو پوليسو لخوا درول کيږي.
په سهيل کي د ميشتو نظامي ځواکونوهمږغي کوونکي اسدلله خالد له ټولو امنيتي منسوبينو څخه وغوښتل چي د موټرچلولو پرمهال ټرافيکي قوانين مراعت کړي او همداډول يې يادونه وکړه، چي د وسلو ګرځولو لپاره به نوي اسناد هغه چاته ورکړل سي چي وړتيايي ولري او قانوني مراحل يې طى کړي وي.
دا لومړى ځل دى، چي اسدالله خالد په سهيل کي د خپل ماموريت د پيل کيدو راهيسي دا ډول جدي تصميمونه نيسي او له خلګو څخه غواړي، چي په دې لارکي ورسره همکاري وکړي.
په کندهار کي ولسي وګړي او کار پوهان د امنيت د خونديتوب په لار کي ددولتي چارواکو دا ډول هڅي ستايي اوغوښتنه کوي، چي خپلو ټولو کړو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي او پرېنږدي، چي ددوى ژوند له ګواښ سره مخامخ سي.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل