حیوانات هم خفه کیږي
که هغه فیل وي، ماهی وي او یا بیزو، حیوانات هم کله چي یې د ژوند ملگری او یا ماشوم مړ سي د غم او ویر احساس کوي. حیوانات د خپل غم او ویر احساس څرنګه ښيي. دلته یې انځورونه وګورئ.
نه بیلیدونکي
د گاناپه نامه دغه گوریلا نه سي کولای نور د خپل مړه سوي ماشوم مرگ وزغمي. هغه څو ورځي خپل مړ ماشوم له ځانه سره گرځاوه او د ژوبڼ له څارونکي څخه یې ساته. ځینی بیزوگانی په اونیو اونیو نه سي کولای خپل له مړه سوو ماشومانو څخه ځانونه بیل کړي.
په سمندر کي د جسد لیږدول
همدارنگه هغه حیوانات چی په اوبو کي ژوند کوي لکه دولفین او داسي نور، خپل مړه سوي کوچنیان د یو څه وخت له پاره له ځانه سره انتقالوي چی په اوبو کی دا کار آسانه هم نه دی. همدارنگه که د یوه دولفین د ژوند ملگری او یا هم ملگرې ومړي نو هغوی یې هم په ورځو ورځو مړی له ځان سره انتقالوي.
د غمشریکۍ احساس
ویل کیږي چی فیلان ډیر ښه ماغزه لري نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چی هغوی د څو ورځو له پاره خپل په مړو پسې غم کوي. کله چی یو فیل مړ سي نو نور فیلان یوه ډله جوړوي او د مړه سوي فیل د جسد پر شاوخوا راټولیږي. ځینی وخت آن د نورو ځایونو فیلان هم راځي او له هغوی سره په اصطلاح غم شریکي وي.
د پوستیکي له پاکولو سره ځان ته تسلیت ورکول
پلټنو ښوولې ده، کله چی د بیزوگانو کوم ملگری مړ سي بیا یې نو ډیر ژر په وینه کی د ستریس عوارض راپورته کیږي. دغه ډول بیزوگانی د دې له پاره چی خپل غم غلط کړي ځانونه نورو بیزوگانو ته نژدې کوي او هغوی یې پوستکی ورپاکوي.
نورو ته د غم د خبر رسول
کله چی یو کارغه د یوه بل کارغه مړی پیدا کړي بیا نو نورو ته هم خبر ورکوي. وروسته بیا ټوله کارغان پر خپل مړی باندی سره راټولیږي. هغوی څو ورځي خوراک هم نه کوي. په تیره بیا بتي او هغه مرغان چی ښه آواز لري د ډیر وخت له پاره د خپل د ژوند د ملگری په مرگ غمجن وي او آن ځینې وخت هغوی له کم خوراکۍ څخه په خپله هم مړه کیږي.
او ماهیان بیا څه کوي؟
ماهیان بیا تر یو حده آرام پاته کیږي کله چی په عین اکواریم کی یو بل ماهی له منځه ولاړ سي. د کارپوهانو په حواله دا ښایی د ستریس په هغو هورمونو پورې تړلی وي چی ماهیان یې په اوبو کی خوشي کوي. خو بیا هم دا خبره لا تر اوسه نه ده ثابته سوې چی آیا ماهیان هم واقعاً د غم احساس کوی او که نه.
په هدیره کی غم کول
کله چی یو انسان خپل وفاداره سپی له لاسه ورکړي نو سخت خپه کیږي . عین خبره بیا پر سپیانو هم صدق کوي. هغوی هم کله چی یې خاوند مړ سي د ډیر وخت له پاره په غم اخته وي. دغه سپۍ په ارجنتاین کی د خپل خاوند د قبر څنگ ته پروت دی. هغه له کلونو راهیسی دې هدیرې ته راځي.