1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

حکومت: په کابل کې پر یوه روغتون وسلوال برید شوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې وویل چې نن د سه شنبې په ورځ وسلوالو کسانو په پلازمینه کابل کې د بې پولو ډاکټرانو پر یوه کلینیک باندې برید کړی دی. دغه کلینیک د کابل په غربي برخه کې پروت دی.

https://p.dw.com/p/3c41h
Afghanistan Symbolbild Anschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

نن د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۲مه نیټه) د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې یوې سرچینې وویل چې د کابل ولایت په غربي څنډه کې د بې پولو ډاکټرانو پر یوه کلینیک باندې وسلوالو برید کړی دی.

دغې سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط د رویترز خبري آژانس ته وویل: «د بې پولو ډاکټرانو اړوند پر یوه کلینیک باندې برید روان دی. امنيتي ځواکونو د برید د مهارولو له پاره کار کوي. دغې سرچینې وویل چې ښايي په همدې وخت کې د عامې روغتیا د وزارت معین له دغه کلینیکه لیدنه کوله.»

Ärtze ohne Grenzen ziehen sich aus Afghanistan zurück
انځور: AP

په عین وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه هم دغه برید تائیدوي خو د تلفاتو په هکله یې جزئیات نه دي وړاندې کړي.

تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې برید چا کړی او څومره تلفاتت یې رامنځ ته کړي دي. د بې پولو ډاکټرانو سازمان هم تر اوسه پورې د دې برید په هکله څه نه دي ویلي.