1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حقاني له محقق او خلیلي غوښتي،چي افغانستان ته ور ستانه سي

۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعه

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کي د هزاره قوم له سیاسي او قومي څېرو محمد محقق اوکریم خلیلي غوښتي چي هیواد ته ور ستانه سي. هغه ادعاء وکړه چي د طالبانو په نظام کي تبعیض نسته.

https://p.dw.com/p/4W7UG
افغانستان/کابل  د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر او دحقاني ډلي مشر د پنجشنبې په ورځ بامیان ولایت ته د خپل سفر پرمهال سلهاوو خلکو ته خبري وکړې او ادعاء يې وکړه، چي د طالبانو په حکومت کي تعصب ګناه ګڼل کیږي او قومي تبعیض نسته.

حقاني همدارنګه د خپلي وینا په ترڅ کي د هزاره قوم د سیاسي او قومي مخورو څخه، چي دا مهال له هیواده دباندي اوسي وغوښتل، چي هیواد ته ورستانه سي او د «سپين ږیرو» په ډول د خلکو په منځ کي ژوند وکړي.

حقاني په دې خبرو کي داسي وویل: «د هزارګانو له قومي مشرانو په ځانګړي ډول له محمد محقق او کریم خلیلي څخه غواړو، چي خپل هیواد ته راستانه سي، تاسو ددغه قوم مشران یاست.»

د طالبانو د یومهم چارواکي دغه څرګندوني په ښکاره د هزاره ګانو د هغهشکایتونو د ځواب ویلو په ترڅ کي سوي دي، چي ګواکي طالبان تبعیضي چلند کوي.

هزاره ګان په ټولیز ډول شیعه ګان دي او د طالبانو له هغه چلند څخه د بیلګی په ډول د عشر، ذکات راټولولو او په سیمه ییزه کچه له کوچیانو سره د دوی د ستونزو حلولو پرمهال د حنیفي فقي له پریکړو څخه شکایت کوي.

د افغانستان د راتلونکي په اړه د برلین کنفرانس
انځور: Reuters

د ولسي جرګې مخکنی غړی عارف رحماني، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا خبري نه مني او وايي، د دې ډلي د حکومت ډول په خپله د تبعیض نخښه ده.

رحماني ډویچه ویله ته داسي وویل: «طالبانو جعفري فقه له سیسټم څخه حذف کړې ده، په پوهنتونو کي يې د جعفري فقي پر تدریس بندیز لګولی دی، هزاره ګان د طالبانو په حکومت کي نسته او که چیري وي، نو ډېر لږ دي، په انکشافي پروژو کي هزاره ګان لاس نه لري او ان په هغو ولایتونو کي، چي هلته هزاره ګان اوسي، پروژې نه عملي کیږي، دا ټول خپله تبعیض دی.»

رحماني وايي، که چیري طالبان رښتیا وايي، نو د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته دي چمتو سي، ترڅو دیو ټولګډون حکومت لپاره خپلواکي ټاکني ترسره او بشري حقونه ورپکښي مراعت سي.

طالبانو په دې مراسمو کې خبریالانو ته اجازه نه ورکړې او د غونډي برخه والو ویل، چي هغوی اجازه نه درلوده چې عکس واخلی یا ویډیو ثبت کړي.

د غونډي یو تن ګډونوال وايي: «موږ په پښتو ژبه نه پوهیږو. لومړی به حقاني خبري وکړې بیا به بل کس وژباړلې. حقاني وویل له هیڅ چا سره تبعیض نه کیږي او هڅه کوو، چي ټول په حکومت کي ونډه ولري.»

له هغه وروسته، چيطالبان یوار بیا د ۲۰۱۲کال د اګسټ میاشتي پر ۱۵مه نېټه د واک پر ګدۍ کښېناستل، نو د مخکني حکومت لوړ پوړي چارواکي او سیاسیون له هیواده ووتل، چي  اوسمهال په پردیو هیوادونو کي اوسي.

د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور؛ د لارې کومه برخه غلطه وه؟

د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق «د افغانستان د خلاصون شورا او ملی مقاومت جبهې» د رهبرۍ غړی دی، چي اکثره وخت پر طالبانو نیوکي کوي. نوموړي څو واري طالبان خبرو ته ور بللي دي، خو د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند مشر کریم خلیلي بیا په تیرو دوو کالو کي چوپ دی او څه يې نه دي ویلي.

یادو سیاسي څېرو ته طالبانو داسي مهال افغانستان ته د ورستنېدو ویلي دي، چي لا هم یو شمیر داسي راپورونه خپریږي، چي ګواکي طالبان د مخکني دولت امنیتي او سیاسي کسان په نخښه کوي، وهي ډبي يې او ان وژني يې.

له بله پلوه بیا داسي راپورونه دي، چي د مخکني دولت دوه مهم سیاسي کسان حامد کرزي د طالبانو سره د سولي د پلان ملاتړ وغوښتکرزی او عبدالله عبدالله، چي د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کي پاته سول، تر ډیرو بندیزونو لاندي ژوند کوي.