1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي په لندن کي پر نواز شریف پوښتنه وکړه

۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبه

د افغانستان پخواني جمهوررييس حامد کرزي د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف سره په لندن کي لیدلي او پوښتنه یې پر کړې. نواز شریف د اداري فساد په جرم په ۷ کاله بند محکوم او په ضمانت سره ازاد دی.

https://p.dw.com/p/3W4tG
Pakistan Islamabad Nawas Sharif und Hamid Karsai Afghanistan Treffen Politik
انځور: AFP/Getty Images

د افغانستان پخواني جمهوررييس حامد کرزي پرون شنبه ( دجنورۍ میاشتي ۱۱ مه) په لندن کي د پاکستان د پخوانی صدراعظم نواز شریف سره په لندن کي د هغه په استوگنځای کي ولیدل او د مریضۍ پوښتنه یې پر وکړه. په هغو عکسونو او ویدیوگانو کي چي پاکستاني رسنیو نشر کړي دي، په انگلستان کي د افغانستان سفیر، سید طیب جواد هم د هغه څنگ ته لیدل کیږي.

کرزي تر هغه وروسته چي د مسلم لیگ (نواز شریف) د مشر شهباز شریف له خوا یې هم ملگري کیدله، وویل: «دا ښه خبره ده چي نواز شریف په ښه روغتیايي حالت کي وینم.»

کرزي خبریالانو ته همدارنگه وویل چي« پاکستان ته زما د سفر او افغانستان ته د میاصاحب (نواز شریف) د سفر په جریان کي ماته معلومه سوه، چي هغه ډیر مهربانه سړی دی.» شهباز شریف د نواز شریف څخه د کرزي د عیادت په باب په خپل تویتر کي مننه وکړه او ويې ليکل: «دا د ښاغلي کرزي مهرباني ده، چي د میا نواز شریف د ناروغۍ پوښتنه یې وکړه. ما همیشه ټینگار کړی دی، چي زموږ د هیوادونو تشویشونه او خوښۍ سره گډي دي.»

د حامد کرزي مطبوعاتي ویاند، یوسف سها د نواز شریف سره  دهغه لیدنه کتنه تایید کړې او ویلي یې دي چي کرزي لندن ته د خپل شخصي سفر پر مهال د هغه د مریضۍ پوښتنه کړې ده.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف چي د اداري فساد په جرم په اوه کاله بند محکوم سوی ؤ، د تیر کال نومبر میاشتي پر ۱۹مه نیټه د محبس څخه ازاد او یوه میاشت وروسته د تدواۍ او علاج په خاطر لندن ته انتقال سو.