1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي آی زېډ: په زرونو کسان مو له رافغانستانه راايستلي دي

۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

د آلمان د پراختيايي موسسې «جي آي زېډ» د معلوماتو په حواله دغه موسسې په تېرو څو مياشتو کې څه نا څه ۲۴ زره کسان له افغانستان څخه راايستلي دي.

https://p.dw.com/p/4Lx45
جي آی زيډ وايي تر اوسه په زرونه افغانان راايستلي دي
جي آی زيډ وايي تر اوسه په زرونه افغانان راايستلي ديانځور: Wakil Kohsar/AFP

د «جي آی زېډ» نوي مشر تورستن شېفر ګيومبل له «راينشه پوست» په نوم ورځپاڼې ته ويلي دي چې په دغو کسانو کې چې له افغانستان څخه یې د انتقال زمينه برابره شوې ده، يوازې د آلمان د پوځ پخواني سيمه ایز همکاران نه دي بلکې «د بشري حقونو سازمانونو همکاران او د عدليې او رسنيو کارکوونکي» پکې هم شامل دي.

شېفر همدا راز وويل چې جي آی زيډ دمګړۍ په افغانستان کې خپل فعاليت په خارجي موسسو کې د ښځو پر کار د تازه بندیز له کبله ځنډولی دی.

المان او پاکستان: لا هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو هڅې روانې دي

شېفر د «راېنشه پوست» ورځپاڼې ته وويل چې «راايستل شوي ټول هغه کسان دي چې د تخلیې د پروسې په چوکاټ کې یې آلمان ته د انتقاليدو تائيدي ترلاسه کړی وو.» نوموړي زياته کړې چې د ډېرو غوښتنليکونو په اړه لا پريکړه نه ده شوې.

پرو ازيول آلمان ته د افغانانو په راوستلو کي پر ځنډ نيوکي کړي دي

د طالبانو له خوا پر ښځو په داخلي او نړيوالو مرستندويه ټولنو کې د دسمبر مياشتې په پای کې لګول شوې د کار بندیز، د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند دې پخواني مرستيال مشر د «نه منلو وړ» وباله.

شېفر وويل چې د آلمان د پراختيايي چارو وزيرې سوينيا شولڅه په افغانستان کې د فعاليت په درولو سره سم ګام پورته کړی دی او «دا پر موږ هم صدق کوي.»

زموږ له آرشيف څخه: