جو بایدن: د چين پوځي حملې په صورت کې له تايوان څخه دفاع کوو
۱۴۰۰ مهر ۳۰, جمعهد چین او تایوان تر منځ وضعيت له شاوخوا یوه کال راهیسې ښه نه دی، خو په وروستیو اوونیو کې د دغې جزيرې پر سر د چين د جنګي الوتکو د پروازنو او د سمندري تمریناتو په ډيريدو سره وضعیت ډير ترينګلی شوی دی.
«شپيګل آنلاين» د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۲۲مه) د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، جو بایدن له قوله خبر ورکړ که چیرته چين پر تایوان باندې حمله وکړي نو امریکا به له تایوان څخه دفاع وکړي.
امریکا تل د ختيځې اسیا په سیمه له خپلو متحدانو څخه ملاتړ کړی دی، خو تر اوسه پورې يې په دا ډول جديت او صراحت له تايوان څخه د چين د حملې په صورت کې د ملاتړ ژمنه کړې نه وه.
تايوان څخه د امریکا د پوځي ملاتړ ژمنه
جو بایدن د پنجشنبې ورځې په ماښام «سي ان ان» تلویزیون د یوه لیدونکې دې پوښتنه په ځواب کې که آیا چین پر تایوان حمله وکړي نو امریکا به يې د تايوان ملاتړ وکړي وويل: «هو، موږ په دې برخه کې ژمنه لرو او دغه کار به وکړو.»
د چین د ملي ګوند ځواکونو (کومين ټانګ)، د جاپان پر ضد جګړه کې د کمونست ګوند پخواني متحد، په کال ۱۹۴۹ کې په داخلي جنګونو کې تر ماتې وروسته، د ټايوان جزيرې ته شاتګ وکړ او د خپلواکۍ اعلان يې وکړ.
چین دغه سیمه چې له څو جزيرو تشکیل شوې ده، خپل يو جلا شوی ایالت بولي، چې باید بیرته ورسره يو ځای شي. دغه هېواد حتی ګواښ کوي چې د اړتیا په صورت کې به له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
امریکا متحده ایالاتو خپل ځان په کراتو د تايوان دفاعي بنسټ د تقويې له پاره ډاډ ورکړی دی. دغه کار تر اوسه په ځانګړې توګه د پوځي تجهيزاتو له صادراتو سره شوی دی او د ځينو رپوټونو په حواله تايواني پوځيانو ته د محرمانه روزونو ورکړه هم په کې شامله ده.
تايوان ته محرمانه پوځي روزنې
وال ستريت ژورنال د اکتوبر میاشتې په ۷مه د څو امریکايي چارواکو له قوله رپوټ ورکړ چې د امريکا پوځ له يوه کال راهیسې د تايوان سمندري ځواکونو ته په محرمانه توګه روزنې ورکوي.
دغه ورځپاڼه وايي چې دغه کار د دونالد ترمپ د ریاست جمهوري پر وخت پيل شوی او د بایدن په دوره کې يې هم ادامه پيدا کړه. د دواړو هیوادونو دفاع وزارتونو دغه رپوټ نه دی تکذیب کړی، خو هغه يې په رسمي توګه تائيد کړی هم نه دی.
امریکا متحده ایالاتو د آسیا په ختيځ کې د خپل پوځي ملاتړ په تړاو، تر ټولو ډير پر جاپان او شمالی کوریا باندې تاکید لرلی چې په دغه هېوادونو کې په پام وړ پوځي حضور لري. شپیګل وايي چې بایدن تر دې وړاندې تایوان څخه د پوځي ملاتړ خبره په دومره صراحت سره نه کوله.
د تایوان هرکلی
د تایوان حکومت د بایدن له تازه څرګندونو څخه هرکلی کړی دی. د تایوان د جمهور رئيس یوه ویاند، اینګ-ون ویلي دي چې د جو بایدن په راتلو سره د امریکا حکومت له تایوان څخه خپل قاطع ملاتړ د عملي ګامونو پورته کولو سره ښکاره کړی دی.
ون وویل چې تایوان خپلو ژمنو ته متعهد دی او تمایل لري چې له متحدو هیوادونو سره په سیمه او د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات د تامين له پاره همکاري وکړي.
چين په وروستيو ورځو کې په بیسارې توګه خپلو جنګي الوتکو ته د تایوان پر آسمان پروازونه ورکړي دي. ويل شوي چې له دغو پروازونو څخه د چین یو هدف دا وو تر څو د تایوان د هوايي دفاع توان معلوم کړي.
د چین ولسمشر، شي جين پینګ، تازه خبرداری ورکړی چې د تایوان د بیلتون ادامه به «ناوړه عاقبت» ولري. هغه ټينګار وکړ چې بهتره دا ده چې د تایوان ۲۳ میلیونه وکړي، په سولیزه توګه د چین د خلکو له جمهوریت سره يو ځای شي.
خو د شي جين پینګ تایواني سیال، دغه درخواست رد کړی او ټينګار يې کړی چې د دغه «دموکرات هیواد» راتلونکې یوازې د هغه د خلکو له خوا تعینيږي کوم چې د خپل سوليز سبک ژوند د حفظ غوښتونکي دي. هغه وویل سربیره پر دې تايوان يو خپلواک هیواد دی.
دویچه ویله ف/م.ک.ص./ب.ص.