له خپلې پيشو او موټر سايکل سره د نړۍ سفر
۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبهمارتين کلاکاو کابو څلور کاله پخوا خپل سفر له يو موټر سايکل او د خپلي «موګلي» په نامه پېشۍ سره د آلمان له بایرن ايالت د روزنهایم له ښار څخه پيل کړ. دغه آلماني ځوان او د سفر ملګري «موګلي» اوس مهال په هندوستان کې د هماليا د غرونو لمنې ته رسیدلي دي.
مارتين کلاکاو د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي: »ما غوښتل ډيره موده سفر وکړم او وګورم چې نړۍ د يو سړي له پاره څه په لاس کې لري.«
هغه خپل دغه سفرته د بالکان، ترکیه، دوبۍ، ايران او نورو هېوادونو له لارې د هندوستان په لور دوام ورکړ. دغه ۳۵ کلن آلماني هند ته د کرونا پانديمي لوړ بحران کې رسیدلې وو، خو د ده په خبره هغه سيمې چې ډيرې کرونا ځپلې وې، هلته يې له ورتلو څخه ډډه کړې.
د همالیا غره په لمنه کې مارتین کاوکا له خپل موټر سایکل سره
آيا د هغه پيشو موګلي هم د ټولې نړۍ له سفر څخه خوند اخیسته؟ مارتین کلاوکا وويل چې ښايي د هغې دا سفر نه خوښيږي خو پرته له دې هغه بل څه نه پيژني.« هغه د خپلو خبرو په دوام کي وویل:«کوښښ کوي چې پيشي يې ځان خوندي احساس کړي» په هغه حالت کي بيا نه تښتی. خو هغه هم خپل د ورځې يو پروګرام لري.« مارتين کلاوکا د خپلي پيشو د آرام له پاره پر خپل موټرسايکل يو هوا کش هم نصب کړي.
کلاوکا د خپل دغه سفر په هکله يو کتاب هم ليکلی. خپل عادي ژوند ته بیرته راګرزيدل د ځان له پاره له تصور څخه لري ګڼي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې خپل دغه سفر څرنګه تمويلوي، وويل چې د خپل کتاب د پلورولو له درکه د لاسته راوړل شويو پېسو، له لنډ مهاله کارونو او د خپلو دوستانو، د کورنۍ په مالي ملاتړ او دغه راز له خپلې سپما څخه کولي شي د ټولې نړۍ د ليدو خپل دغه خوب په حقيقت بدل کړي.