1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

جهادیانو د کینیا او امریکا پر ګډې پوځې اډې برید کړی

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

الشباب ډلې ادعا کړې چې د کینیا او امریکا پر ګډې پوځې اډې د برید په پایله کې یي ډیر شمیر کینیایي او امریکایي پوځیان وژلي دي. د سیمه ایزو چارواکو په حواله برید ناکام کړای شوی او امنیتي ځواکونه د وضعيت پر ارزونې بوخت دي.

https://p.dw.com/p/3VjCZ
Somalien Al-Shabaab-Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. A. Warsameh

د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۵ نیټه) جهادیانو د کینیا په لامو ټاپو کې د سامبا په نوم د امریکا او کینیا پر ګډې پوځې اډې برید کړی. د لامو سيمې ولسوال ارنګو مچاریه، د فرانسې خبري آژآنس ته وویل چې پر سامبا پوځې اډې برید ناکامه کړای شوی دی. د هغه په خبره د پيښې په ځای کې پلټنې روانې دي. تر اوسه پورې کومې آزادې سرچينې په دې برید کې د ځاني تلفاتو په اړه خبر نه دی ورکړی.

د لامو د ولسوال په حواله امنیتي واحدونه د پوځې اډې ارزونه کوي، څو معلوم کړای شي چې آیا ټول ترهګر له منځه تللي دي او که څنګه؟

د الشباب ډلې چې په سومالیا کې فعالیت لري، د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی. نوموړۍ ډلې ادعا کړې ده چې «تر سختې څارنې لاندې دغې پوځې اډې ته تر ننوتلو وروسته، د دغې پوځې اډې پر یوې برخې کنترول ترلاسه شوی دی.»

د «الشباب» اسلامپاله څوک دي او کوم اهداف لري؟

الشباب ادعا کړې ده چې په دې برید کې يي یو شمیر کینیایي او امریکایي پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي، خو په دې اړه تر اوسه پورې دقیق ارقام نه دي موجود. نوموړې ترهګرې ډلې دا هم ویلي دي دغه برید د «القدس» په نامه د عملیاتو یوه برخه ده چې نوم یي «القدس (یروشلم) بايد هیڅ کله يهودي نه شي» دی.

مخکې تر دې دغه اصطلاح تیر کال د جنوري په میاشت کې په نایروبي ښار کې پر ډوسټ هوټل د برید پر مهال هم کارول شوې وه چې په ترڅ کې یي ۲۱ تنه وژل شوي وو.

دا خبره مهمه ده چې د الشباب ډله په سومالیا کې فعاله ده او د څو کلونو راهیسې يي په کینیا کې هم ډیر شمیر لویې حملې کړي دي. د کېنيا حکومت د الشباب د مخنيوي په خاطر په ۲۰۱۱ م کال کې خپل ځواکونه سومالیې ته استولي وو. په کینیا کې دغه بریدونه د دې کار په غبرګون کې ترسره کیږي او همدا دلیل دی چې الشباب له هیواد څخه د باندې هم هدفونه په نښه کوي.

د الشباب ډلې د دسمبر میاشت په ۲۸ نیټه د کینیا په پلازمېنه موګادیشو کې د بمي برید مسئولیت هم منلی وو چې په ترڅ کې يي ۸۱ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

 (afp)/sn/ns