1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیواله ټولنه له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کوي

۱۳۹۹ آذر ۴, سه‌شنبه

د جنیوا په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالرو مشرطو مرستو اعلان وکړ. د مرستو یو اساسي شرط، له طالبانو سره د افغان سولې په برخه کې پرمختګ په ګوته شوی دی.

https://p.dw.com/p/3lm7E
Logo der Genfer Konferenz für Afghanistan

د سویس په پلازمینه ژنیف یا جنیوا کې د افغانستان په هکله په نړیوال کنفرانس کې نړیوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو له پاره یو ځل بیا له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنې وکړې. د راپورونو په اساس، په راتلونکو څلورو کلونو کې به افغانستان شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالر ترلاسه کوي او مرسته کوونکو هیوادونو د دې مرستو له پاره شرطونه هم ایښي دي.

دغه کنفرانس د کرونا وبا له کبله په حضوري توګه نه بلکې د ویډیو کنفرانس له لارې د سویس په ژنیف ښار کې ترسره شو. نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هیوادونو د مرستو په بدل کې له افغانستان څخه د ښې حکومتولې، له فساد سره د مبارزې، د سولې په خبرو کې د پرمختګ په څیر غوښتنې مطرح کړې.

د کنفرانس ګډونوالو په غوڅ اکثریت سره په افغانستان کې د بیړني اوربند غوښتنه وکړه. له افغانستان سره مرسته کوونکي هیوادونو هر څلور کاله وروسته یو وار سره راټولیږي څو د افغانستان لاسته راوړنې و ارزوي او له دې جګړه ځپلې هیواد سره خپلې مالي ژمنې اعلان کړي.

Schweiz | Online-Geberkonferenz für Afghanistan
انځور: Valentin Flauraud/dpa/picture alliance

د فنلنډ د پرمختیايي چارو وزیر چې د دې کنفرانس مرستیال کوربه وو په دې هکله وویل: «مرسته کوونکو هیوادونو د راتلونکي کال له پاره له ۳ میلیارده ډالرو څخه د زیاتې مرستې اعلان وکړ او ټاکل شوې چې هر کال به په همدې اندازه مرستې وشي.» د هغه په خبره، په دې ترتیب له افغانستان سره په مجموعي توګه له ۱۲ میلیارده ډالرو څخه د زیاتو پیسو د مرستې اعلان شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په هکله د بروکسل په تیر کنفرانس کې نړیوالې ټولنې او مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره د ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره مرسته کړې وه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې د ژمنه شویو پیسو مننه وکړه او ویې ویل چې د کرونا وبا له کبله چې ټول هیوادونه ترې اغیزمن شوي، دغه مقدار مرسته د پام او ستاینې وړ ده.

اساسي  شرطونه او د اوربند ګډه غوښتنه

اتمر په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې طالبان باید دا واوري چې دا یوازې افغانان نه دي چې د اوربند غوښتنه کوي بلکې ټوله نړۍ په افغانستان کې د اوربند غږ کوي. د قطر په پلازمینه دوحه کې افغان حکومت او طالبان د میاشتو راهیسې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر څرنګوالي بحثونه کوي خو تراوسه پورې پکې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی. ځینې راپورونه بیا وايي چې په دې برخه کې پرمختګ شوی او ښايي ډیر ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي. 

پر ملګرو ملتونو سربیره، اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې او وايي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت هر راز هڅه به د دې ټولنې پر ملاتړ اغیز وکړي.

د اروپايي ټولني د بهرني سياست مسئول جوزپ بورل د افغانستان په هکله د ژنيو په کنفرانس کې وویل چې اوربند باید د سولې د پروسې نتیجه نه وي، بلکې اوربند باید سر ننه له دغې پروسې سره مل وي. د هغه په خبره، د اسلامي امارت بیا راتګ به د اروپايي ټولنې مالي او سیاسي ملاتړ اغیزمن کړي.

Schweiz | Online-Geberkonferenz für Afghanistan
انځور: Denis Balibouse/dpa/picture alliance

د سویس په پلازمینه جنیوا کې ۶۶ هیوادونو او ۳۲ نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د مالي مرستو له پاره ټټر وواهه او د دغو مرستو له پاره یې یو شمیر شرطونه هم کیښودل. امریکا متحده ایالاتو په جنیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ خو د یادو مرستو له پاره یې شرط هم ایښی دی. د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې له ۶۰۰ میلیونو څخه به ۳۰۰ میلیونه یې په دوحه کې د سولې په مذاکراتو کې له پرمختګ سره تړلې وي. پمپیو ویلي چې دغه مرسته په ملکي برخه کې لګول کیږي.

د امریکا ترڅنګ آلمان هم له افغانستان سره په کلني ډول د شاوخوا ۵۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چمتو دی چې تر ۲۰۲۴م کاله پورې له افغانستان سره په همدې اندازه خپلو مالي مرستو ته ادامه ورکړي. اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغانستان سره د مالي مرستو د دوام ټټر وواهه او د بیړني اوربند غوښتنه یې وکړه. د اروپايي ټولنې د نړيوالو اړيکو مسئولي یوتا اورپیلانین د ژنيو کنفرانس په دوهمه يا وروستۍ ورځ وویل: «زه ویاړم چې د دې اعلان کوم چې موږ اماده یوو چې له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو کچه همداسې وساتو.»

بریتانیا هم په دې کنفرانس کې د ۲۲۷ میلیونو ډالرو د ملکي مرستو اعلان وکړ. فرانسې بیا د شاوخوا ۱۰۴ میلیونه ډالرو او کاناډا بیا د ۲۰۶ اعشاریه ۶۶ میلیونو ډالرو مالي مرستو اعلان کړی دی.