جنگ کرار دئ، خو يخه هوا د سوريې کډوال کړيي
د سوريې کډوال څلرم ژمی تر خېمو لاندي تيروي. د دغه هيواد د بشري حقونو د څار خپلواکه اداره وايي، چي د کډوالو په کمپونو کي د يخي هوا له کبله د تيري يکشنبې په ورځ ۷ انسانان وژل سوي دي.
دغه کوچنيان بايد د سوريې په يوه کمپ کي له واوري او يخ باد سره مقاومت وکړي. دوی د اغوستلو تاوده کالي هم نه لري.
په دغه هيواد کي د يخي هوا په خاطر کورنی جنگ هم درېدلی دئ. د راپورونو له مخي د دغه هيواد د کورني جنگ په درې کلن تاريخ کي اول وار دئ چي په دوو ورځو کي په جنگ کي څوک وژل سوي نه دي. بلکي واوري وژلي دي.
د سوريې په مرکز دمشق کي يخي هوا انسانانو ته دا چانس ورکړ چي له کوره راووځي او له يوه ځايه بل ته ولاړ سي. په دغو ورځو کي جنگ درېدلی دئ.
دغي يخي هوا تر ډيره بيا په لبنان کي د سوريايي کډوالو کمپ اغېزمن کړی دئ. په دغه کمپ کي نزدې ۴ لکه سوريايي کډوال مېشت دي. په دغه سيمه کي نيم ميتر واوره اورېدلې ده. خو په دغه کمپ کي ملگرو ملتونو کډوالو ته تاوده کالي وېشلي دي.
دومره واوره اورېدلي چي د کډوالو خېمې ئې گړوبي کړي دي. دوی مجبوره ول چي ټوله ورځ له خېمو څخه واوره پاکه کړي.
په يخه هوا کي چي توند باد هم ورسره وي، د خېمې بيرته درېدل هم مشکل کار دئ.
دغي يخي هوا تر ډيره بیا کوچنيان اغېزمن کړي دي. په دغه سيمه کي د هوا درجه تر منفي اتو پوري راکښته سوې ده.
دغي يخه هوا به څو ورځي نوره هم دوام وکړي. خو په دغو کمپونو کي د ډيرو لږو کوچنيانو له پاره د واوري اورښت هغه شان دئ، لکه په نورو هيوادونو کي چي کوچنيان خوشحالي ورته کوي.