جلال آباد کې چاودنې مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبهد ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دې خبر پخلی وکړ او ویې ويل چې چاودنه د جلال اباد ښار په دویېمه ناحیه کې یوه هایلکس موټر پسې نښلول شوي ماین له امله شوې ده. هغه ويلي چې وژل شویو کې یو پولیس او یوه د اهل هنودو کوچنۍ ماشومه هم شامل دي.
خوږياني ويلي چې پاتې ټول ټپیان ملکي وګړي دي، چې اوس مهال د جلال اباد په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. هغه د درېو ژوبلو روغتیايي حالت هم نازک ښوولی دی.
ځینو حکومتي سرچینو بیا ویلي چې دغه چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو د قومندان ملک دهقان پر موټر شوې چې خپله ملک دهقان او یو ساتونکی یې ټپي دی. خو د والي ویاند عطاالله د ملک دهقان د ژوبلېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل خو تاييد يې کړه چې د قومندان ملک دهقان یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند فرید خان هم دا پېښه تایيد کړې ده.
سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه دویېمه ناحیه کې د لطف الله بابا په نوم د تېلو یو پمپ سره نیږدې شوې ده چې د یو کس جسد او نیږدې شل زخمیان یې لیدلي دي.
تر اوسه د چاودنې مسئوليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو ننګرهار کې د دې ډول چاودنو مسئولیت تر ډېره داعش وسله واله ډله مني.
تېره اونۍ هم د جلال اباد ښار شپږمه ناحیه کې د چپرهار ولسوالۍ د سیمه ایزو پوليسو پر موټر ځانمرګي برید کې لږه تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي وو.
اميد ديدار/ ننګرهار