جرګه والو د سولې د پروسي د بیا پېلدو غوښتنه وکړه
۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعهجرګه والو ټینګار کاوه چې په افغانستان کې باید د سولې بهیر له سره پیل شي. دغه بهیر د برهاند الدین رباني تر وژنې وروسته په ټپه دریدلی دی. د دودیزې جرګې ګډون والو وویل چې له سیاسي ډیالوګ پرته روانه جګړه پای ته نه رسیږي.
اوس مهال نړیواله ټولنه او افغان حکومت د طالبانو په وړاندې دوه اړخه پالیسۍ پر مخ بیاېي. د دغې پالیسۍ په ترڅ کې له یوې خوا پر طالبانو پوځي فشار جاري ساتل کیږي او له بلې خوا هغوې ته د سولې دروازې پرانستل کیږي ترڅو په هیواد کې د پخلایني له بهیر سره یوځای شي.
د جرګې غړی ایوبي وایي چې له وسله والو سره د سولې د پروسې په برخه کې د دوي د بحثونو یو اړخ دا وو چې پر ګاونډي پاکستان نړیوال فشارونه راوستل شي ترڅو د یاغیانو له ملاتړ او افغانستان ته د هغوي له سیستماتیکي استونې څخه لاس پر سر شي.
ښاغلی ایوبي زیاتوي که امریکا په دغه برخه کې افغانستان ته پوخ تظمین ورکړي بیا به له هغو چریکانو سره چې د بیلا بیلو دلایلو له مخې یې د نظام پر ضد وسله پورته کړې سوله ګران کار نه وي.
«مونږ له امریکا او نړۍ څخه غواړو چې افغانستان د ګاونډیانو له شر څخه خلاص کړي.»
ایوبې زیاتوي چې که پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وکړي متحده ایالات یې باید مخه ونیسي. د دودیزې جرګې ګډون والو همداراز د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه ترڅو پر پاکستان فشار راولي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې همکارۍ وکړي.
د جرګې یو بل غړي خان وزیر وویل چې په تیرو لسو کلونو کې د پاکستان او ایران له لوري د افغان د ضد عناصرو لمسولو او پر وسلو او انفجاري موادو د هغوي سمبالولو وښوله چې د افغانستان ګاونډیان د دغه هیواد په جګړې کې خپلې ګټې خوندي بولي. ښاغلی خان وزیر باور لري چې اوس باید په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د مداخلي مخه ونیول شي.
د دودیزې جرګې د دریمې ورځې په ورستیو شیبو کې د ناراضي مخافینو سره د سولې د خبرو د دوام په اړه ډیری جرګه وال همغږي ښکاریدل.
ټاکل سوي چې د شنبې په ورځ به دودیزه لویه جرګه ولسمشر حامد کرزي ته د خپلو مشورو د پایلو په سپارلو سره سر ته ورسیږي. اټکل کیږي چې د جرګه والو مشورو ته په کتو سره به افغان حکومت له امریکې سره ستراتیژیک تړون نهایې کړي او بیا به د پلي کېدو لپاره د ولسې جرګې او ثنا مجلس تصویب ته هم اړتیا ولري.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش