جرمني : 20 کاله وروسته لاهم ډير تفاوتونه موجود دي
۱۳۸۸ مهر ۱۵, چهارشنبهد شرق او غرب په منځ کښي ژوند عادي سوی دی ،او تر منځ يې مناسباتو څنګه وده کړې ده ،نو په دې باب د ختيځ آلمان څخه د الاهياتو پيژندونکی فريدريښ شورليمر وايي چې آلمان په رسمی ډول سره يو شو، خو د ختيځ او لويديځ تر منځ لا اوس هم ډير تفاوتونه موجود دي . دی وايی ،
« لا د پخوا په شان زموږ تر منځ ډير ليری والی او يود بل نه درک کول موجود دی . ... خو دا يوځای سره وده کوی . زه فکر کوم، شل کاله وروسته به دې ته ورسيږو.»
خو دا د هغه څه په پرتله چې د آلمان پخواني صدراعظم او د سوسيال ديموکرات ګوند مشر ويلي برانت په 1989 کال کې ويلی وه، « هغه څه چې يو په بل پوري اړه لری » اوس ګډه وده کوی، لږ څه بيرته پاته والی ښيي . د وخت سپيده داغ په مؤقتی خوښۍ کې له بدليدو مخکې تير شوﺉ دﺉ .
د دومره وروپرمختګ سوچ، د هغه وخت لومړي وزير هيلموت کول هم نه ؤ کړی، کله چې يې په 1990کال کي د ختيځ آلمان وګړو ته وعده ورکوله .
«په ګډه سره به موږ يو سمسور هيواد جوړ کړای شو.»
د ختيځ آلمان زيربنا نوې شوه : لويي لاري او سړکونه نوي شول، ښارونه ترميم شول، نوي کورونه جوړ او ترميم شول . تاريخي ودانۍ چې سيمبوليک لوړ ارزښتونه يې درلودل، لکه په برلين کې Dom او د موزيمونو ټاپو او په دريزدن کې د ميرمنو کليسا بيرته احيأ شوې، خو بياډيري داسي کانکريټی ودانۍ لکه د شرقي آلمان د جمهورريت ماڼۍاو نوري هم ونړول شوې .
د څلورنيمو لسيزو یعنی د 1945 کال څخه چې دوهمه نړيواله جګړه پای ته ورسيدل، بيا تر 1990 کال پوري څلورنيم مليون تنو د آلمان له ديموکراتيک جمهوريت څخه د لويديځ په لور مخه کړه، او ډيری يې تر 1961 کاله پوري چې لا د برلين ديوال نه ؤ جوړ شوی ،ولاړل . ديوال د ديموکراتيک آلمان د احتجاجيه خوځښت د زور او فشار له امله چې تر هرڅه مخکې يې د سفر کولو آزادی غوښته، په 1989 کال کې ونړيد. له هغه وخته راهيسي دشرقي آلمان اوسيدونکي نور هم يونيم مليون تنه کم شويدی .
د 2009 کال د اکتوبر پر دريمه «د آلمان د بيرته يوځای کيدو » په ورځ دجرمني صدراعظمي انګيلا ميرکيل وويل :
«خبره د هغه وخت پر پيښوباندي وه، نه پر تير وخت، داسې يوه پيښه چې د تاريخ يوه برخه جوړوی . خبره تر ډيره حده د آزادۍ د دوران او زړه پرانيستيني د نوي پيل پر سرده ،او موږ يې په منځ کې يو.»
په 1990 کال کې په ديموکراتيک آلمان کې (له ختيځ برلين پرته) 14.5 مليونه تنه اوسيدل . خو اوس فقط 13 مليونه دي . او که څه هم چې هرکال په لس هاوو زره کسان دلويديځ څخه ختيځ ته کډه کوی . خو په روښانه ډول زيات کسان بيا لويديځ ته کډه کيږی . يوازي په 2008 کال کې ختيځ 50000 تنه دلاسه ورکړل . په تيره بيا ځوانان او د ښې زده کړي خاوندان له ختيځ څخه لويديځ ته کډه کوی . پاته کيږی زاړه او له ټولنيز لحاظه بې وزلي کسان .
د کډه کيدو علت يې تيره خرابه اقتصادی وده ده . په ختيځ کې د سړی پر سر داخلي ناخالصه توليد دلويديز په نسبت په سلو کي 71 دی . او د لويديځ په پرتله په شرقي برخه کي بېکاری لا هم دوه برابره ده .
يوخېن/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکي : محمد قاسم نوري