1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: ډېر مهاجر خپلي کورنۍ راغواړي

۱۴۰۲ مرداد ۳۰, دوشنبه

د جرمني په حواله په دغه هيواد کي اوسیدونکي مهاجر په مخ پر زیاتیدونکي ډول خپل د کورنۍ غړي هم دغه هیواد ته راغواړي. دا په داسي حال کی چی اوس لا د جرمني ډېري سیمي، د دومره ډیرو مهاجرو د راتگ له امله ترسخت فشار لاندي دی.

https://p.dw.com/p/4VOLL
Symbolbild | Deutschland Familiennachzug
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture-alliance

د (آوگسبورگر الگیمانین) ورځپاڼي د معلوماتو له مخي، پر هغو ۲۴۴ زرو کسانو سربیره چي تیر کال یې د پناه غوښتني عریضې وړاندي کړي، د جرمني سفارتونو او قونسلگریو نورې ۱۱۷ زره ویزې د دغو مهاجرو کورنیو  ته هم ورکړي دي، ترڅو هغوی هم جرمني ته د راتلو اجازه ترلاسه کړي.

ویل کیږي چي د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ میاشتي او جولای ترمنځ نورې ۷۶ زره ۷۹۸ ویزې هم ورکول سوي دي. دغه خبره د آلمان د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هیواد په پارلمان کي د مسیحي سوسيال اتحاد گوند استازې، اندریا لیندهولڅ د پوښتني په جواب کي تائید کړې ده. 

په دې ډول دا واضح کیږي چي ۲۰۲۳م کال نه یوازي د غیر منظمو مهاجرتونو د ریکارډ د ټینگولو کال دی ، بلکي د کورنیو د الحاق کال هم. لیند هولڅ نوموړي ورځپاڼي ته ویلي دي: «د ۳۰۰ زرو پناه غوښتني د عریضو ترڅنگ، د کورنیو د یوځای کیدو له پاره د نورو شاوخوا ۱۳۰ زره ویزو د ورکولو تمه هم کیږي.»

د هغې په خبره په دغو شمېرو کي د اوکراین مهاجر نه دي شامل. د مسیحي سوسيال اتحاد گوند نوموړي سیاستوالي دا اندېښنه هم څرگنده کړه چي اوس لا د جرمني ډېري سیمي د دومره ډیرو پناه غوښتونکو د منلو او د هغوی د ادغام کولو له امله تر سخت فشار لاندي دي.

دغي سیاستوالي د جرمني له حکومته وغوښتل چي د هغو کسانو له پاره چي د فرعي محافظت حق لري د کورنیو یوځای کیدل کم کړي تر هغه چې د پناه غوښتونکو په شمېر کي د پام وړ کموالی راسي.

د فرعی محافظت د حق درلودونکي هغه کسان دي چي په خپله د سیاسي، مذهبي او یا هم قومي دلایلو له امله تر تعقیب لاندي نه دي او له همدې امله د پناه غوښتونکي په توگه نه دي منل سوي، خو په هیواد کی یې داخلي جگړه روانه ده او یا هم د بې توپیره زورزیاتي له گواښ سره مخامخ دي.

د جرمني د حکومتي کړۍ په حواله د دغي ډلې له پاره ډېري ویزې په اوس وخت کي د بیروت، استانبول او د عراق د اربیل په قونسلگریو کي ورکول کیږي. په هغو کي له لسو عریضو څخه نهه یې د سوریايي اتباعو له خوا وړاندي کیږي.

GP/NZ/AG