1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د کاربن ډای اکسایډ د کمولو هدف ته نه دی رسیدلی

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

د انرژۍ پر بحران سربیره جرمني د ۲۰۲۲م کال د کاربن ډای اکسایډ د کمولو هدف نه دی پوره کړی.

https://p.dw.com/p/4LjXl
Großbritannien | LNG-Gasterminal
انځور: K. Fitzmaurice-Brown/blickwinkel/picture alliance

د مؤقتي ارقامو په حواله جرمني ۷۶۱ ميلیونه ټنه مضره ګازونه هوا ته پورته کړي دي چي دا تر پخپله تعین سوي هدف پنځه ميلیونه ډیر دي.

د اګورا انرژۍ تحول تیورۍ جوړونکي مرکز د ارزیابیو پراساس د کاربن ډای اکسايډ د ډیر تولید مسؤل د ډبرو سکرو د کارخانو بیرته فعاله کیدل دي، کوم چي د ګازو د سپما په دلیل باید چالانه سوي وای.

تر ټولو لوی مشکل ترانسپورت دی چي د خپل بخش د کاربن ډای اکسایډ د کمولو له هدف څخه یې تقریباً ۱۱ ټنه اضافه کاربن ډای اکسایډ تولید کړی دی.

خو په عین حال کي بیا د نوي کیدونکو منابعو څخه په في ساعت ۲۴۸ تيراوات برق سره دومره برق تولید سوی دی چي هیڅ وخت په دې اندازه نه و.