1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د چین د طبي تجهیزاتو په وارداتو پوري لږ تړلی دی

۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د ایفو په نامه د اقتصادي پلټنو آلماني انستیتوت په حواله، جرمني د طبي تجهیزاتو په برخه کي تر اروپايي ټولني دباندي هیوادونو پوري لږ تړلی دی.

https://p.dw.com/p/3azJv
Medica 2014 Messe Düsseldorf
انځور: DW/A.Almakhlafi

لکه څنګه چي د مونشن دغو پلټونکو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی، په ۲۰۱۹م کال کي په دې برخه کي د ۳۷ میلیاردو په شاوخوا کي ډیري تجارتي معاملې تر سره سوي دي. په همدې دلیل د دارو درملو او همدارنګه طبي تجهیزاتو لکه، تنفسي دستګاوو او یا هم ضدعفوني دواوو په برخه کي ډیره ګټه تر لاسه سوې ده.

د نوموړي انستیتوت کارپوهان، مارتین برامل، فیدورا تیتي او راحیل آیچیلي لیکي چی «دا خبره چی ګواکي جرمني د طبي تجهیزاتو په برخه کي په نړیوالو شرکتونو منحصر دی، زموږ د تجربو پراساس حقیقت نه لري. برعکس جرمني د پخوا په ډول د طبي تجهیزاتو په نړیوال تجارت کي مهم ونډه لري.«

دغه لیکولان په عین وخت کي په دې نظر دي چي جرمني باید د دواوو یوه ملي ذخیره ولري. په دې ډول به د طبي سامان الاتو او دارو درملو د کمښت مخنیوی وسي. دغه ذخیره باید تر هغه وخت پوري کفایت وکړي، تر څو چي ملي اقتصاد په بحراني وخت کي ددې توان پیدا کړي چي دارودرمل او طبي سامان الات پخپله تولید کړي. خو«اروپايي ټولنه باید د ځان ځاني اقتصادي تدابیرو څخه مخنیوی وکړي، تر څو بین امللی آزاد تجارت تضمین سي.» دغه ټولنه باید د طبي سامان آلاتو په خاطر ګمرکي محصولات صفر ته راکښته کړي.

جرمني خپل د دوارو درملو ۷۲ فیصده د اروپايي ټولني د نورو هیوادونو څخه راواردوي. سربیره پر دې امریکا متحده ایالات، سویس او بریتانیا، جرمني ته د طبي تجهیزاتو لوی صادرونکي هیوادونه دي. د هندوستان او چین څخه د ۴۰۹ میلیونو یورو په ارزښت دارو درومل جرمني ته واردیږي چي ددغه هیواد د طبي تجهیزاتو د واردولو صفر اشاریه اته فیصده جوړوي.

د ایفو اقتصادي انستیتوت په حواله په دې ډول هغه ګومان له منځه ځي چي ګواکي جرمني په اساسي ډول د آسیايي هیوادونو په وارداتو پوري تړلی دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: