1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

جرمني: د مهاجرت نوي څپې ته د تیاري غوښتنه

۱۴۰۱ مهر ۱۹, سه‌شنبه

د جرمني د حکومت د مهاجرت د مسایلو کمیساري، ریم الابالي رادووان د اوکراین څخه د مهاجرینو ممکنه نوي څپې ته د تیاري نیولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4I24P
Deutschland Reem Alabali-Radovan Migrationsbeauftragte
انځور: Malte Ossowski/Sven Simon/picture alliance

هغې د الماني ورځپاڼو د مجموعې شبکې ته ویلي دي چي که څه هم په اوس وخت کي د اوکراین څخه د ورځي تقریبأ ۱۵۰ کسه راځي او تر پخوا یو څه لږ، خو د جنګ تر شرایطو لاندي سخت ژمۍ راروان دی. 

د جرمني داخله وزیره، نېنسي فایزر نن سه شنبه د ایالتونو او محلاتو د نمایندګانو سره ګوري، تر څو د مهاجرینو د نور مراقبت په باب سره سلا مشورې ورسره وکړي.