1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د ایران پرضد د اروپایي ټولني تعزیرات غواړي

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د جرمني د خارجه وزارت په حواله د فرانسې، ډنمارک، ایټالیا، هسپانیې او د چک د جمهوریت سره یوځای یې د اروپا په اتحادیه کي ۱۶ مشخص پیشنهادونه کړي دي، چي د ایران د ځینو سازمانونو او اشخاصو پرضد به تعزیرات وضع کیږي.

https://p.dw.com/p/4HjIS
Proteste im Iran
انځور: Geoff Robins/AFP

په خبره یې هغه کسان، چي د ځواني ایرانۍ، مهسا امیني د وژلو او احتجاجونو د په زوره ټکولو او سرکوبه کولو مسؤلیت پرغاړه لري، باید عواقب یې هم وویني. 
د المانۍ «شپیګل» مجلې په حواله په دغو کسانو او سازمانونو کي تر ټولو دمخه د «ایران د سرکوبه کونکي دستګاه نمایندګان» شامل دي. خو سیاستمداران هم په دغه لست کي موجود دي. 
په پلان کي دي، چي د اروپا د اتحادیې خارجه وزیران به د اکتوبر پر ۱۷ مه د خپلي یوې لیدني کتني پر مهال ددغو تعزیراتو په هکله تصمیم ونیسي.