1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د اوکراین پر بحران سربیره د مسلکي کسانو کمبود

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

په جرمني کي د مسلکي کسانو کمبود د اوکراین پر بحران سربیره نورهم ډیر سوی دی. د جرمني پراختیايي بانک-KfW نن سه شنبه ویلي دي، چي « تقریبأ هر دوهم شرکت د مسلکي پرسونل د کمبود څخه شکایت کوي».

https://p.dw.com/p/4LSd8
Deutschland Fachkräftemangel
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

د لایبنیڅ د اقتصادي تحقیقاتي انستیوت-Ifo او دغه بانک لخوا د مسلکي قواوو کومه نظر سنجي چي تر سره سوې ده، په هغه کي راغلي دي، چي پر اقتصادي خرابو انتظاراتو سربیره، د کومو پراساس چي د نورو کلونو په مقایسه باید لږو کارګرانو ته ضرورت پیدا سوی وای، بیا هم دغه پرابلم تر پخوا غټ سوی دی. 
ددغي نظر سنجۍ پراساس ټول اقتصادي بخشونه ، تر ټولو دمخه خدماتي سکټور د مسلکي کسانو د کمبود سره مخامخ دي. په دغه سکټور کي شرکتونه د ۴۸،۲ فیصده مسلکي پرسونل د کمبود سره مخامخ دي. د ازادو اقتصادي شغلونو په سکټور کي ۴۲،۱ ، په تجارتي سکټور کي ۳۷،۶ او ساختماني سکټور کي ۳۷،۰ فیصده کمبود موجود دی.