جرمني دافغاني پوليسود روزني سره مرسته کوي،خو په شرايطو
۱۳۸۷ مرداد ۲۳, چهارشنبهپه افغانستان کښي د پوليسو د روزني دپاره د ډير کومک څخه خبري کړي دي . دې په دوسيلډورف کي د افغانستان د بيا ودانولو په هکله جوړي سوي يوې غونډي کښي د جرمني د کورنيو چارو پر وزارت انتقاد وکۍ ، او ويې ويل چه دوی په دغه برخه کي لږ کار کوي .
په عين حال کښي دې د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکۍ،چه پخپله د رشوت ، اختلاس او مخدره موادو پر ضد عمل وکي . کورټمن وويل چه هلته په اختلاس کي په مليونو پيسې کښته او پورته کيږي . په دغه لار کي بايد بين امللي ټولنه د پيسو او کومکونو ښه تره کنترول وکي ، او د سند ښکاره کولو پر مکلفيت باندي ټينګار وکي .
د کورټمن د وينا پر اساس د افغانستان څلور وزارتونه لکه داخله ، خارجه،دفاع او ګډ اقتصادی کار د افغانستان د بيا جوړولو دپاره د کاله 140 مليونه ايرو مرسته کوي . هلته جرمني د تعليم او تربيې په برخه کي مخکښ دی . ددې وزارت د مکتبونو د جوړولو او معلمانو د روزلو تر څنګ د اوبو د برابرولو او تهيه کولو وظيفه هم پر غاړه لري .
په دغه برخه کښي جرمني ډير برياليتوب هم لري . خو د نظامي عملياتو او ترهګري حملو له کبله متآسفانه لکه څنګه چه لازمه وه، هغه ډول ندي . د افغانستان سره د بين امللي ټولني مرسته نه يوازي د لسو او شلو کلو دپاره، بلکه تر هغه هم د ډيري مودې دپاره لازمه ده .