1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

جرمني ته له نوروهیوادو څخه روغتیاپالان راوستل کیږي

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

د کرونا بحران یو وار بیا ښکاره کړه، چي جرمني ډیر لږ روغتیا پالان او نرسان لري. اوس به د خارج څخه حرفوي کسان دغه تشه ډکه کړي. مسؤل ارګانونه په دې منځ کي په برازیل او ارجنټاین کي د روغتیاپالانو د پیدا کولو کوښښ کوي.

https://p.dw.com/p/3ZupP
Deutschland Pflegekäfte aus dem Ausland
انځور: imago/epd

مخکي تر دې چي جرمني د کرونا ویروس په سبب د اروپايی ټولني څخه دباندي خلک هیواد ته پرې نه ږدي، مخکي تردې چي پخپله ارجنټاین او ټوله نړۍ یو دبل په مقابل کي سرحدونه سره وتړي او ټوله خلک غواړي خپلو فامیلونو ته ولاړ سي او یوځای وخت ورسره تیر کړي، ارجنټاینۍ لورینا یې بارا ددې برعکس عمل باندي لاس پوري کړی دی: دغي۲۶ کلني ارجنټاینۍ خپل محبوب ښار، کوردونا پریښوی او د کرونا ددغه بحران پر وخت په یوه طیاره کي سپره سوه، تر څو جرمني ته ولاړه سي.

ځکه دې دا ارمان درلود، چي په جرمني کي د نرسي په حیث کار وکړي. دغه ځوانه ارجنټاینۍ، چي اوس پخپله د بل هیواد څخه د راتګ په خاطر په قرانطین کي ده، وايي: «ما تر اخره پوري فکر کاوه، چي زما پرواز به د کرونا په سبب حتمأ کنسل سي. زما مور هم نه غوښتل، چي زه پرواز وکړم. خو زه دادی اوس دلته یمه»

دا اوس د جرمني په دورن ښار کي په ډیر شوق سره آلماني ژبه زده کوي. د همدې اوونۍ د سره د پېرس،اې یو په نامه شرکت د آلماني ژبي خپل کورس هم وتړی او دا مجبوره ده ژبه د کمپیوټر له لاري زده کړي. دغه شرکت د آلماني کلینیکونو او روغتیاپالانو د مرکزونو په نمایندګي په حرفوي کسانو پسي ګرزي. پخوا یوازي په اروپا او اوس په جنوبي امریکا کي هم په مسلکي کسانو پسي ګرزي.

لورینا یې بارا بیا وايي:«دا اصلأ لیونتوب دی، چي زه دلته یمه. ما خپله کورنۍ پریښوله او خپلي ټولي اخري پیسې مي د طیارې پر ټکټ باندي ورکړې اویوازي لږ الماني مي زده ده. ما دغه ټوله مشکلات په دې خاطر پرځان قبول کړل، چی زه خپله اینده جوړه کړمه.

لورینا یې بارا پخپل هیواد ارجنټاین کي هره ورځ په دوو روغتونونو کي کار کاوه او د شپې لخوا یې هم د سپورټ په یوه سټوډیو کي د معلمي په حیث وظیفه اجرأ کوله، خو بیا یې هم پیسې د ژوند کولو لپاره نه بسیدلې. دا وايي: «کله چي به د شپې بستر ته تلمه، فکر به مي کاوه ،چي زما ژوند به همیشه همدا ډول وي. زه لکه د ماشین په ډول داسي ومه، چي هره ورځ مي د سهارد۶ څخه د شپې تر ۱۱ بجو پوري کار کاوه.»

په ارجنټاین کي د نرسانو او روغتیا پالانو معاشونه لږ دی، او هغه یوڅه پیسې چي د میاشتي په پای کي لورینا یې باراته پاتیږي، په هغه باندي د خپل فامیل سره کومک کوي. دا وايي: «د یوې نرسي په حیث څوک په ارجنټاین کي نه پیژندل کیږي او هیڅ ارزښت نه ورکول کیږي.»

لورینا یې باراته امیدواره ده، چي په جرمني کي به بل ډول وي. داسي یو هیواد چي ډیره بیوروکراسي پکښې ده، خو نظم او ارامش پکښي سته، چي دا پخپله هر څه عیاروي. خو ددې په مقابل کي بیا په اوس وخت کي تر ټولو لوی خنډ آلماني ژبه ده ، چي خصوصأ طبي پرسونل باید ورباندي حاکم وي.

هغه ارقام ، چي خصوصأ د کرونا ویروس پر وخت همیشه خپریږي ، ډیر بیرونکي دي. داسی چي یوازي په عاجلو سرویسونو کي ۵۰۰۰ روغتیاپالان کمبود دي او د هغوی هر دریم تن پر دې باندي فکر کوي، چي په راتلونکو پنځو کلونو کي دغه کار پریږدي. په ټوله جرمني کي تر ۱۰۰۰۰۰ هم اضافه روغتیاپالان او نرسان کمبود دي. ویل کیږي، چي دغه تعداد به په راتلونکو ۱۵ کلونو کي دوه چنده سي ، یعني ۲۰۰۰۰۰ حرفوي کسان به کمبود سي.