جرمني او هسپانيه افغانستان ته نور عسکر او درنې وسلې ليږي
۱۳۸۸ خرداد ۲۸, پنجشنبهد رسنيو د معلوماتو له مخې، د آلمان پوځ غواړي، له طالبانو سره د سختو نښتو په نظر کې نيولو سره، د خپلو درندو وسلو د په کارولو په هکله نوې لار غوره کړي. آلمانۍ ورځپاڼه Handelsblatt نن پنجشنبه ليکي، چې د تفتيش رئيس د آلمان په پارلمان کې د دفاعي چارو د جرگه گۍ يوې غونډې ته وويل، نورو په ډله کې به د مارډر Marder په نامه شوبلو څخه هم کار اخيستل کيږي.
همدا شان به د دوی عکسرو ته د ايگل Igel په نامه زره پوش او هم د Dingo او Fuchs په نامه ټرانسپورټي وسيلې ورکول کيږي.
سوسيال دموکراتانو د افغانستان شمال کې د آلماني ځواکونو په چوکاټ کې د جنگي څرخي الوتکو د گمارنې غوښتنه هم کړېده.
بله خوابيا به د هسپانيې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د ټاکنو د خوندي تر سره کيدو له پاره 532 تنه نور سرتيري افغانستان ته وليږي. په پام کي ده چي دغه عسکر به د ټاکنو او د هوايي ډګرونو په ساتلو کي په دندو وګومارل سي او تر ټاکنو يوه مياشت وروسته به بيرته خپل هيواد ته ستانه سي.
مطبوعات/ زيارمل