1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

جرمني اوکراین ته د نورو وسلو د ورکولو ډاډ ورکړ

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

د جرمني د دفاع وزیري، کریستینه لمبریشت راتلونکي کال اوکراین ته د هوبیتڅن په نامه ۱۶ جنګي ټانکونو د لیږلو خبر ورکړ.

https://p.dw.com/p/4HgLJ
Lambrecht in der Ukraine
انځور: Jörg Blank/dpa/picture alliance

د سوسیال دیموکراټانو دغي سیاستمداري یوه الماني ټلویزوني چینل ته وویل، چي څوڅانه ماډل هوبیڅن دغه ټانکونه په سلواکیا کي تولیدیږي او ډنمارک، جرمني او ناروې یې په مساوي ډول سره تمویلوي. د دغو ۱۶ ټانکونو ارزښت تقریبأ ۹۲ ميلیونه یورو دی. لمبریشت پر اوکراین باندي د روسیې ترحملې وروسته دغه هیواد ته تر خپل لومړي سفر وروسته بیرته جرمني ته راغلې ده.