جاک ستيرپ:په افغانستان کي جګړه پای نه لري
۱۳۸۷ مهر ۲۰, شنبهد بریتانیی لوی درستیز، جاک ستیرپ، د تایمز ورځپاني ته وویل، په عراق او افغانستان کي بریتانوي سرتیري په «یو سفر وتلی چي هیڅکله پای نه لري.»
نوموړی پوځي هوايي مارشال چي 58 کاله عمر لري څرګنده ګړه، په افغانستان کي د 7800 بریتانوي سرتیرو لپاره خبره د جګړې ًپه ګټلو یا بایلوو باندي ده.
هغه یادونه وکړه، ښايي ديوکال په موده کي د بريتانيې 4100 سرتيري له عراق څخه ووځي، دا ځکه چي عراقي ځواکونه څه ناڅه د دې توان لري چي د خپل هيواد امنيت خپله وساتي، خو په افغانستان کي روان عمليات ښايي ډير زيات وخت ونيسي.
د بريتا نيې لوی درستيز وویل،« افغانستان له پوځي لحاظه ډير وروسته پاته هيواد دی، ښايي ډير زيات کلونه وخت ونيسي چي موږ وکړای سوو دغه پروژه بشپړه کړو.
ستیرپ په دې باور دی چي خلک بايدد افغانستان د لاس ته راوړونو په هکله خپلو انتظارونو ته بدلون ورکړي:« د افغانستان په اړه موږ بايد د داسي کلمولکه ګټلو يا بايلووڅخه ډه ډه وکړو» دا داسي یو شرکت نه دی چي هلته دي د ګتلو او بايللو، مسله په کي مطرح وي».
هغه وویل:« خبره اصلا د افغانستان له خلکو سره د مرستي پر سر ده چي وکړای سي د پرمختللي نړۍ پر لورخپل هيواد وخوځوي. اودا یو ډیر اوږد مزل دی، دلته پرمختګ ته بايد په دې سترګه وکتل سي چي هرکال د تيرکال په پرتله څومره واړندي ګام ايښودل سوی دی.
د بريتانيې لوی درستيز، ستيرپ داهم وويل چي دی باور نه لري چي په عراق کي دي هم د پوځي برياليتوب اعلان وسي.هغه وايي:« دامسایل ډیرکړکیچن دي. په دواړو حالتونوکي دایواوږ د مزل دی.کله چي تاسي په یو هيواد کي د پرمختګ خبري کوی، نو پرمختګ پای نه لري،پرمختګ هغه يومزل دی چي د پای ټکی يې نه ښکاري.» د افغانستان او د عراق د ماموريتونوموخه دا ده چي دحکومت سره مرسته وکړي چي خلکو ته د خدمت کولولمن پراخه سي او د هغوی په حالت کي سمون راسي.
بريتانوي هوايي مارشال ستیرپ وويل:« دایوه ډيره کړکیچنه موضع ده. دا د واکمنۍله ظرفيت سره تړاو لري،دا له اجرايې سره، له عدلې وقضايي نظام او بلاخره دا پوليسو او بنسټيزوتاسیساتوسره تړاو لري. پوځي ځواکونه هلته یوازي د دې له پاره دي چي هغه يو فضا رامنځ ته سي،چيري چي سياسي او دا سي نوري حل لاري پيدا سي. دا دیو پای له پاره امکانات برابروي.»
کله چي د بريتانيې له لوی درستيز، څخه پوښتنه وسوه، آيا ويلای سی، چي د عراق جګړه بريالۍ سوې ده. هغه په ځواب کي وويل:«دا به پريږدو چي تاريخ پوهان پرې قضاوت وکړي.»
مارشال ستيرپ د مالي کړکيچ د رامنځ کيدو سره سره د بريتانيې وسلوالو پوځونو ته د سترو مالي منابعو د برابرولوغوښتنه وکړه.هغه وويل.د یوې معقولي دفاع له پاره د یو معقول اقتصادي بنسټ درلودل شرط دي.»
د بريتانيې لوی درستيز، د تايمز ورځپاڼي ته په خپله مرکه کي داهم وويل چي د بريتانيې شهزادګانو، وليام او هري ته چي دواړه پوځيان دي،اجازه ورکړل سي چي د جګړې په ډګر کي ګدون وکړي.