جايپور: له شپيتو څخه زيات مړي
۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه«د جنايت کارانو دپاره راجستان نه بلکه ټول هندوستان مطرح ؤ . موږ کومک او اضافي قواوو ته ضرورت لرو . زه د نوی ډيلی څخه د مرستي انتظار کوم . دغه بريد ټول هند ته متوجه ؤ، او نه يوازي يوه ايالت او يا سياسي ګوند ته .»
په دغه شپه باندي خاص امنيتي تدابير هم نه وه نيول سوي . د راجستان د ايالت څخه د هند په پارلمان کښي ځوان سياست مدار سجان پاليټ فکر کوي چه جنايت کارانو جايپور قصدآ خوښ کړی ؤ ، ځکه هلته د بريد سرته رسول آسانه ؤ.
« دغه بريدونه ډير دقيق پلان سوي وه ، او په ډيري بېرحمۍ سره عملي سول . جنايت کارانو بايد حتمآ جايپور ښه پيژنلی وي . دوی خاصتآ هغه ځايونه انتخاب کړي وه ، چه د شپې لخوا هلته ډير خلګ ورځي . زوړ ښار د خلګو څخه ډک ؤ. راجستان د ټورستانو دپاره ډير په زړه پوري ؤ. ترهګرانو غوښتل چه ډيري خرابۍ رامنځته کي . دغه ترهګران کم مذهب او دولت نه پيژني . »
په سهار لا ډيري پوښتني بې جوابه وې . ډيري آوازې موجودي وې ، خو لږ يې مشخصي وې . د څيړونکو د معلوماتو پر اساس ډير چاوديدونکي مواد په پلاسټيکي کڅوړو کي ځای پر ځای سوي وه ، او پر بایسکلانو او رکشاوو باندي تړل سوي وه . عيني شاهدان وايي :
« دغه سړی اوس د ډيرو زخمونو سره په روغتون کي پروت دی . ده د باد په نامه مشهوري ودانۍ سره شيان رانيول ، چه يو لوړ ږغ يې واوريدی ، او پر مځکه ولوېدی . دی د مړو او ټپيانو څخه خبري کوي . د خلګو د نارو ، وحشت او بيري څخه . »
پرون ماښام سه شنبه د هند پر وخت ۱۴ باندي ۷ بجې د جايپور په تاريخي ښار کښي مجموعآ ۸ بمونه وچاودل .
د څيړونکو په عقيده جنايت کارانو په خپلو بمو کي دا ډول ډيناميک او کيمياوي مواد پکار وړي وه ، چه دوی په جايپور کي رانيولای سول . تر اوسه پوري هيڅچا ددغه برید مسؤليت پر غاړه ندی اخیستۍ . خو د هند امنيتي قواوي اټکل کوي چه ددغه بريد تر شا به د حرکت الجهاد اسلامي سازمان ولاړ وي . دغي بنګله ديشۍ ډلي ته په هندوستان کښي د ډيرو نورو بريدونو سره تړاو ورکول کيږي .
جايپور د نوي ډيلي څخه تقريبآ ۲۶۰ کيلومتره ليري دی ، او د باد په نامه ماڼۍ او شيرچايي زاړه ښار له کبله ډير مشهوره دی .