جان مکین له شمالي وزیرستان څخه لیدنه وکړه
۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبهد امریکایي سناتورانو یوه څلور کسیزه پلاوي چې مشري یې جان مکین کوي، له شمالي وزیرستان څخه لیدنه کړې ده. په دې سیمه کې پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا متحدو ایالاتو او افغانستان تر ډیرو فشارونو وروسته، د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پېل کړل
په مې میاشت کې د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دغه سیمه یې په بریالیتوب سره له یاغیانو پاکه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې بیانیه کې راغلي دي چې امریکایي پلاوي د بهرنیو چارو له مشاور سرتاج عزیز، سره لیدلي. بیانیې زیاته کړې ده چې په دغه لیدنه کې د پاکستان او امریکا پر اړیکو او همداراز په افغانستان کې د وضعیت په اړه خبرې اترې شوې دي.
د بیانیې په حواله «سرتاج عزیز د جان مکین د هغو مثبتو څرګندونو قدراني کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان د اړیکو په اړه یې کړي دي».
په وروستیو وختونو کې د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې چندان ښې نه دي. په واشنګټن کې یو شمیر چارواکي پر اسلام آباد باندې نیوکه کوي چې د ترهګرۍ پر ضد د زړه له خلاصه مبارزه نه کوي. د امریکا کانګرس همداراز پر پاکستان باندې د F-16 ډوله جټ الوتکو د پلورلو مخه ونیوله.
پر دې سربیره امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې د پاکستان په خاوره کې په سلونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي. دغو بریدونو په پاکستان کې بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي.