1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جانسن په عاجل واټ کې؛ نړیوال مشران یې د رغتیا په هیله

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د هغو نړیوالو مشرانو په ډله کې دي چې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ته یې د روغتیا هیله کړې ده. جانیس د کرونا ویروس له کبله اوس د روغتون په عاجل واټ کې دی.

https://p.dw.com/p/3aZdS
Boris Johnson Premierminister Großbritannien
انځور: Imago Images/PA Images/S. Dawson

تر هغه وروسته چې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس له کبله د روغتون عاجل واټ ته د برویس جانس د لیږدولو خبر خپور شو، نو نړیوالو مشرانو یې هم له بیلابیلو هیوادونو څخه د روغتیا هیله څرګنده کړه. تر دې یوه ورځ مخکې د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانس، په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته روغتون ته لیږدول شوی وو.

په روغتون کې تر یوه ورځ وخت تیرولو وروسته د هغه وضعیت لا خراب شو او له همدې اوسه په عاجل واټ کی ساتل کیږي.

جانسن لومړی نړیوال مشر دی چې په کرونا ویروس اخته کیږي. تر دې مخکې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، هم د کرونا آزموینه کړې وه خو پایله یې منفې وه. میرکل د خپل او جانسن یو انځور خپور کړی او هغه ته یې «د ژر روغتیا او زیات قوت» غوښتنه کړې ده.

اروپايي چارواکو د جانسون ملاتړ کړی

د اروپايي ټولنې کمیسیون مشرې اورزلا فون دیر لاین، د اروپايي ټولې د شورا مشر چارلز مایکل او د اروپايي ټولنې له خوا د بریکزیت د مذاکراتو مشر مایکل بارنییر، د جانسن د ژر روغتيا هیله څرګنده کړې ده.

فون دیر لاین لیکلي دي: «لومړی وزیر بوریس جانسن او کورنۍ یې نن ماښام زما په فکر کې دي. زه یې د ژر او پوره روغتیا هیله کوم.»

بارنییر چې په خپله هم په کرونا ویروس اخته دی، هم د جانسن د ژر روغیدو هیله وکړه. د ایټالیا لومړي وزیر هم په انګلیسي ژبه پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې یو پیغام لیکلی او د جانسن د روغتیا هیله یې کړې. هغه لیکلي دي: «د ایټالیا خلک په دې سختو حالاتو کې له بریتانیا سره دي. موږ یو له بل سره متحد یوو. بوريس جانسن دي ژر بيرته روغتیا ترلاسه کړې.»

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون هم له بوریس جانسن، د هغه له کورنۍ او د بریتانیا له خلکو سره ملاتړ ښوولی دی. د هالند لومړي وزیر هم د خپلې کابینې په استازیتوب د جانسن د روغتیا هیله کړې ده.

ترمپ بیا د مرستې وړاندیز کړی دی. هغه ویلي دي چې ډاکټرانو یې د بوریس جانسن له ډاکټرانو سره خبرې کړې دي او د اړتیا په صورت کې چمتو دي چې بریتانیا ته ولاړ شي.

د کانادا او هند لومړي وزیرانو هم د بوریس جانسن د بیا ښه کیدو هیله څرګنده کړې ده.

دویچه ویله (ادیتیا شرما)