1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تېره ورځ پر تورخم درې زره افغانان هيواد ته ستانه شوي

امید دیدار
۱۴۰۱ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

په ننګرهار کې طالبانو ویلي دي چې تېره ورځ پر تورخم بندر شاوخوا درې زره هغه افغانان هيواد ته را اوښتي چې له کرښې بلي غاړې ته د پاسپورت نه لرلو له امله بند پاتې ول.

https://p.dw.com/p/4ASHT
Bildergalerie Afghanistan - Flucht zu den Landesgrenzen
انځور: Gibran Peshimam/REUTERS

ویل شوي دي چې زرګونه افغانان وروسته له هغې له کرښې پورې غاړې بند پاتې شول چې پاسپورتونه یې نه لرل او پاکستان پر تذکرې اجازه نه ورکوله، چې هېواد ته ستانه شي.

خو په ننګرهار کې د طالبانو چارواکیو ویلي دي چې پر پېژندپاڼو هيواد ته د افغانانو راګرځېدلو پروسه یې د پاکستان له چارواکیو سره له همغږۍ وروسته پیل کړې ده.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار سید غازي الله هاشمي دویچه ویله ته وویل، یوازې تېره ورځ شاوخوا درې زره کسان پر پېژندپاڼو پر تورخم بندر هيواد ته راستانه شوي دي.

هغه وايي، پر تذکرو افغانستان ته د رااوښتلو لومړۍ جوپه د اپریل میاشتې پر څوارلسمه هېواد ته راګرځېدلې وه.

کمیسار غازي الله هاشمي وايي، په دقیق ډول نه شي ويلای چې تر اختره به څومره کسان په دې پروسه کې هيواد ته راستانه شي؛ خو د ننګرهار ولایت په یوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې تمه ده تر اختره نیږدې شل زره کسان هېواد ته راوګرځي.

غازي الله هاشمي وايي: «تېره ورځ تقریبآ درې زره مسافرین دېخواته راغلي دي. نور تعداد نه مالومېږي، چې هاخوا څومره مسافرین دي. ان شاالله دې اونۍ کې به راواوړي.»

طالب چارواکیو ویلي، په تذکيرو هېواد ته راګرځېدل لنډمهالي دي او ښايي دا پروسه ډېر دوام ونه کړي.

ننګرهار کې د طالبانو د حکومت چارواکيو د مالوماتو له مخې، د پاکستان چارواکیو ډاډ ورکړی چې پاتې کسان به هم ژر اجازه لیکونه تر لاسه او هېواد ته به ستانه شي.

یو راستون شوی کډوال چې غواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور نه شي، دویچه ویله ته وویل، له تېرو درې اونیو راهیسې په دې تمه و چې وطن ته به ستنېږي؛ خو ایله پرون وتوانېد چې هېواد ته وګرځي.

هغه د پاکستاني پوځ او ملېشې له ناسم چلن شکایت کوي او زیاتوي چې زرګونه خلک چې پاسپورتونه نه لري په دې تمه دي چې هيواد ته به وګرځي.

د تورخم له لارې هيواد ته راستانه شوي دوه افغانان عبید او سعیدالله دویچه ویله ته وویل، په بند پاتې کسانو کې له ځينو سره ماشومان او مېرمنې هم شته چې د روژې په میاشت کې له بد وضعیت سره مخ دي او هغې غاړې ته د اوسېدو له پاره خرڅ هم نه لري.

تر دې مخکې پاکستان عاجلو ناروغانو ته له پاسپورت پرته اجازه ورکوله، چې هغه هيواد ته لاړ شي؛ خو هيواد ته په تذکره سره په راتګ کې ستونزه نه وه او دا ستونزه وروسته پیدا شوه.

د افغانستان دوو ګاونډیو هيوادونو، ایران او پاکستان ته د افغانانو تګ، راتګ تر نورو زیات دی. دغو دوو هيوادونو ته ډېر افغانان د کار، زده کړو او درملنې له پاره ورځي؛ خو په تلو، راتلو کې له ستونزو شکایتونه کوي.

په افغانستان کې د تېر میلادي کال د اګست له بدلون وروسته ګڼ شمېر افغانان په مختلفو لارو ګاونډیو او نورو هيوادونو ته تللي او ځینې یې اوس هم د وتلو هڅې کوي؛ خو پاکستان ته له پاسپورت پرته تللي ګڼ شمېر افغانان اوس په دې هڅه کې دي چې هيواد ته راوګرځي.