1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«تر ۱۲۰۰ ډیر کسان مو د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي»

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز اعلان کړی دی چې په ۲۰۱۹م کال کې یي تر ۱۲۰۰ ډیر کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور نيولي دي. په نیول شویو کې ۳۷ تنه ښځې او ۳ ایراني اتباع هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3VjV3
Beschlagnahmte Munition in Afghanistan
انځور: picture alliance/Photoshot/R. Safi

په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۵ نیټه) په ۲۰۱۹م کال کې د مخدره موادو د قاچاق په تور د ۱۲۸۷ تنو د نیولو خبر ورکړی دی. په رپوټ کې ویل شوي چې په نیول شویو کې ۳۷ تنه ښځې او درې تنه ایراني اتباع هم شامل دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغو کسانو دوسیې د لا زیاتو څیړنو له پاره د نوموړي مرکز اختصاصي څارنوالۍ ته استول شوي دي. 

ښاغلي مؤحد زیاته کړې ده: «د نیول شویو له ډلې څخه د ۱۳ ښځو په ګډون ۲۰۵ تنو اراده درلوده چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر له لارې په خپلو کولمو یا بکسونو کې هیروئین هندوستان او متحده عربي اماراتو ته ولیږدوي.»

د نوموړي مرکز چارواکي وایي چې له دغو قاچاقبرانو څخه یي مخدره مواد، ۳۱۳ عرادې موټر، ۳۷ موټرسایکلونه، ۱۵۹۷ ګرځنده تلیفونونه، ۱۰۵ میله مختلفې وسلې او نقدی پيسې ضبط کړي دي.

د عدلي او قضایي مرکز له خوا خپرې شوې شمیرې ښيي چې تیر کال د ۳۷ ښځو او یوه بهرني تبعه په ګډون ۷۷۱۱ تنه د مخدره موادو د قاچاق په ۱۰۷۷ قضیو کې د لاس درلودلو په تور له ۳ میاشتو نیولې بیا تر ۳۰ کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي.

سره له دې چې امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ م کال راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړلو له پاره ۹،۸ میلیارده امریکایي ډالره مصرف کړي دي، دغه هیواد د کلونو راهیسې د تاریاکو یو له تر ټولو لویو تولیدونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او تر اوسه پورې د مخدره موادو تولید او قاچاق په کې په شدت سره دوام لري.

په دغه هیواد کې په زرګونو کسان د مخدره توکو پر مصرف، قاچاق او تولید کې مصروفه او له دې لارې عاید ترلاسه کوي. ملي او بین المللي بنسټونو په خپلو بیلا بیلو رپوټونو کې د نشه یي توکو تجارت د طالبانو تر ټولو لویه عایداتي سرچينه بللې ده.

ش. ا/ش.ن/ن.ص