1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

تر کرونا وروسته د بیالوژیکي وسلو د استعمال خبرداری

۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبه

د اروپا شورا د کرونا تر بحران وروسته په ټوله جهان کي د بیولوژیکي وسلو لکه ویروسونو او باکټریاوو د بالقوه استعمال څخه خبرداری ورکړی دی. شورا ویلي،هغه درس چي ترهګرو له کرونا وبا څخه اخیستی، هیڅ وخت به يې هیر نه کړي.

https://p.dw.com/p/3cj43
Yersinia pestis - Pestbakterium
انځور: picture-alliance/BSIP/J. Cavallini

د اروپا د شورأ امنیتي کارپوهان نن دوشنبه)د مئ میاشتي ۲۵ مه ( خبرداری ورکړ، چي د کرونا ویروس شیوع په ټوله نړۍ کي په اینده کي د تروریستانو له خوا د بیالوژیکي وسلو د استعمال امکانات ډیر کړي دي. ددغي شورا د تروریزم ضد کمیټې په هغه اعلامیه کي ،چي د »فونکه« په نامه رسنیو ګروپ کي چاپ سوې راغلي:» د کرونا پانډمۍ په اثبات ورسوله، چي عصري ټولني د ویروسونو او مکروبونو په مقابل کي څومره حساسي دي.«

دغي شورأ اضافه کړي، هیڅ داسي دلیل وجود نه لري، چي ترهګران هغه درس چي د کرونا پاندمۍ څخه اخیستی دی، هیر کړي. په خبره یې د بیالوژیکي وسلو استعمال د کیمیاوي وسلو تر استعمال دنیا ته ډیر ژر او سخت خطر رامنځته کوي.

د ډیر تاوان پوتنسیل

په دغه اعلامیه کي راغلي دي، چي د جرمني امنیتي ارګانونه د داسي شواهدو د پیداکولو کوښښ کوي، چي ګواکي پر دغه ډول حملو باندي کار کیږي. په اعلامیه کي همدارنګه راغلي چي د یوه ترهګري عمل په حیث د مریضۍ پیداکولو دعواملو، لکه ویروسونو او یا باکټریاوو څخه قصدي استفاده به ټوله دنیا سخته متآثره کړي. او بیالوژیکي وسلې به د معمولو کیمیاوي وسلو تر استعمال پر انسانانو او د هغوی پر اقتصاد باندي ډیر سخت منفي تأثیرات وکړي او ډیر تاوانونه به ورته ورسوي.

د اروپايي هیوادونو گډو اقداماتو ته اړتيا

د اروپا د شورا امنیتي کارپوهانو له اروپايي دولتونو څخه غوښتي دي، چي دغه تهدید ته قوي او هماهنګ جواب ووايي. شورا د خپلو ۴۷ غړو څخه همدارنګه غوښتي، چي له بیالوژیکي وسلو سره مبارزې ته تیاری ولري او په دې خاطر تمرینات تر سره کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس دهمدې کال په اپریل کي ویلي ول، چي د ترهګرانو پواسطه د بیالوژیکي وسلو د استفادې د خطر د ډیریدو داسي شواهد موجود دي، چي د کرونا پانډمۍ مشابه یو بحران دي رامنځته کړي.

د اروپا شورأ یو بین المللي سازمان دی، چي مقر یې د فرانسې په شټراسبورګ کي دی او په اروپا کي د بشر د حقوقو، ديموکراسۍ او قانون د حاکمیت د تقویې له پاره مبارزه کوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: