تر پتلون لاندي بم انتقالونکی کس په عمري بند محکوم سو
۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعهاعلان
تر پتلون لاندي د بم انتقالونکی به په عمري بند باندي محکوم سي. د امريکا د متحده ايالاتو د ديترويت يوې محکمې، نايجريايي، عمر فاروق عبدالمطلب د سلونو کسانو د وژلو په تور مسئول وباله. دغه ۲۴ کلن د ۲۰۰۹ کال په کرسمس کي غوښتل چي د امريکا د ديترويت پر ښار باندي طياره وچوي. ده چاوديدونکي مواد تر پتلون لاندي انتقال کړي وه. خو په دې نه وو توانیدلای چې بم والوزوي.