1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر دوه کاله تعطیل وروسته د اکتوبر میله بیرته پیل سوه

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

د کرونا ویروس په دلیل تر دوه کاله بندیدو او تعطیل وروسته نن شنبې ورځ د مونشن د اکتوبر میله بیرته پیل سوه.

https://p.dw.com/p/4H0dD
Deutschland München | 187. Oktoberfest startet
انځور: LUKAS BARTH/REUTERS

د نړۍ دغه تر ټولو لویه ولسي میله د مونشن ښاروال، دیتر رایټر د غرمې پر پوره دولسو بجو باندي د بیرو د یوه امتحاني ګیلاس په چښلو سره پرانستله. د بایرن ایالت صدراعظم، مارکوس زویدر هم په عنعنوي ډول سره د بیرو لمړنی ګیلاس تر لاسه کوي او په دغه میله کي برخه اخلي. 
که څه هم لا د کرونا وبا ختمه سوې نده، خو دغه ۱۸۷ یمه میله به بیله کومو محدودیتونو څخه جریان پیدا کړي او څوک به پکښي مجبوره نه وي، ماسکونه هم واغوندي. 
دغه میله د راتلونکي اکتوبر میاشتي تر دریمي پوري دوام پیدا کوي او یوازي د هغه د امنیت ساتلو پخاطر تقریبأ ۶۰۰ پولیس ګمارل سوي دي. د کرونا پانډيمۍ ترمخه هر کال هغه ته تر شپږ ملیونه اضافه کسان ورتلله.