تر بورې خوږ او مېوې شيرين
هر مور او پلار ته خپل اولاد تر بورې خوږ او مېوې شيرين وي. خو ماشومان له دې منع کوي چي په خوراکي توکو لوبي وکړي. نقاشه عاليه چالار د خپلې ۳ کلنې لور ستېفاني سره هره ورځ په ميوو لوبي کوي. انځورونه يې دلته وګورئ:
مفکوره داسي رامنځ ته سوه
عاليه چالار يوه ترکۍ نقاشه او هنرمنده ده. هغې يوه ورځ له خپلي لور سره هندواڼه خوړله چي ورته په ذهن کي دا مفکوره راغله چي د خپلي لور داسي انځورونه واخلي لکه د ميوو او سبزيجاتو جامې چي يې اغوستي وي.
مېوې، ګلان، سبزيجات
عاليه له ميوو، ګلانو او سبزيجاتو سره د خپلې ماشومي لور انځورونه اخلي، او هغه په انستاګرام پاڼه کي خپروي.
لور يې مشهوره سوه
عاليه د خپلې لور انځورونه پر seasunstefani نومي خپل انستاګرام حساب کي خپروي. هغې دغو انځورونه زیات مينه وال پيدا کړي او د عاليې لور ډېره مشهوره سوې ده.
په زرونو خوښوونکي
د عاليه د لور انځورونو په ټوله نړۍ کي تر اوسه پر انستاګرام تر۳۰ زرو لا زيات خوښوونکي موندلي دي.
لوبه
د عاليه او د هغې د لور له پاره دا اوس يوه لوبه ګرځېدلې ده. هر وخت چي ورته د نوي ميوې، ګل يا بل بوټي سره د انځور اخيستلو مفکوره ورسي، نو بيا دوی انځورونه اخلي.
لورکۍ لکه ګل
عاليې رسنيو ته ويلي چي لور ته يې دا يوه لوبه ده چي مور يې انځورونه واخلي. د عاليې په انځورونو کي کله لورکۍ ګل او کله ميوه وي.
نوي لوبي نوي ايکټونه
ستېفاني درې کلنه ده، خو د مور له خوا د هغې د انځورونو اخيستلو پر وخت هغه نوي ايکټونه او لوبي کوي.
نړيوال شهرت
په زرونو کسان د عاليې له خوا تازه خپرو سوو انځورونو ته پيغامونه ليکي او تبصرې کوي. په دې توګه ستېفاني نړيوال شهرت موندلی دی.
لور مور مشهوره کړه
عاليه له هغه وروسته مشهوره سوه چي د خپلې لور انځورونه يې پر انټرنټ خپاره کړه. هغې له ځينو رسنيو سره مرکې او ملاقاتونه کړي دي.
تنقيد او نيوکي
د مينه والو تر څنګ ځيني انسانان د عاليې پر کار نيوکي هم کوي. هغوی وايي چي د ماشومانو انځورونه پر انټرنټ خپرول بې مسؤليته کار دی، ځکه چي دغه انځورونه بيا ښايي هيڅکله له انټرنټ څخه ليري نه سي. که يو وخت دغه ماشومه لويه سي او نور ونه غواړي چي زاړه انځورونه يې پر انټرنټ پراته وي، نو ښايي بيا پښېماني يې ستونزه حل نه کړي.