«تر اکتوبر میاشتې به ۴۰ سلنه مهاجر په کار مشغول شي»
۱۳۹۸ مرداد ۱, سهشنبهد هومبولدت په پوهنتون کې د تجربوي ادغام او مهاجرت په تړاو د څیړنیز انستیتوت مشر هېربېرت بروکر، په برلین کې «ټاګس شپیګل» ته ویلي دي چې تر اکتوبر میاشتې پورې به ۴۰ سلنه مهاجر په کارونو بوخت شي. د هغه په خبره په اپریل میاشت کې دغه دغه اندازه ۳۶ سلنه وه.
د دغه انستیتوت د معلوماتو له مخې ۸۰ سلنه کارکوونکي مهاجر د اجتماعي بیمې په ورکړه مکلف کارونه کوي. بروکر، د مسلکي کاري ځواک د مهاجرت په هکله په نوي تصویب شوي قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه. دغه قانون د ځانګړو شرایطو له مخې آلمان ته د مسلکي کاري ځواک د راتللو امکان برابروي.
د نوموړي کارپوه په خبره اوس هم په دغه قانون کې د مسلکي کسانو په برخه کې لوی خنډونه شته.
د مسلکي کاري ځواک د مهاجرت قانون له مخې مسلکي کاري ځواک اوس یوازې په هغو دندو پوري محدود نه دي چې پکې د کاري ځواک کمی وو. په دې ترتیب هغه کسانو ته چې پوره مسلکي زده کړې یې کړي او ترمخه د کار قرار داد ولري، آلمان ته د راتګ مکانات برابروي.
زموږ له آرشیف څخه: