1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

ترکیه: په سوریه او عراق کي د کردانو پر مورچلونو هوايي بمبارۍ

۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د ترکیې په حواله د دغه هیواد هوايي قواوو په سوریه او عراق کي د کردانو پر مورچلونو باندي هوايي حملې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4JnKI
Türkei | Militäroffensive gegen kurdische Stellungen im Nordirak und in Nordsyrien
انځور: DHA/Demirören Nachrichten Agentur

لکه ځنگه چي د ترکیې د دفاع وزات نن یکشنبه خبر ورکړ، دغه بمبارۍ د منع سوي کردي کارگر گوند، PKK او د ولسي دفاع قوتونو YPG قطعاتو ته متوجه وې، چي هغه هم انقره د سوریې د پي کی کی یوه ښاخله بولي. 
د بشرد حقوقو دپاره د سوریې څارونکي ډلي د معلوماتو پراساس په دغو حملو کي ۱۲ انسانان وژل سوي دي. دغه حمله په استانبول کي تر حملې یوه هفته وروسته تر سره کیږي، په کومه کي چي ۶ تنه مړه او ۸۱ تنه نور زخمیان سوي وه. د ترکیې حکومت د دغي حملې مسؤلیت پر پي کی کی باندي وراچوي.