1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترکیه: د کورو څخه د شل کلنو کښته ځوانانو وتل منع سول

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

دترکیې په ۳۱ ښارونو کي د کرونا سره د مقابلې په لار کي د کورونو څخه تر ۲۰ کالو کښته ځوانانو وتل منع سول. په عامه ځایونو کي د ماسکونو اغوستل هم حتمي سول. په دغه هیواد کي د کرونا ضد تدابیر د دوو اوونیو راهیسي جاري دي.

https://p.dw.com/p/3aSQ8
Türkei Corona-Krise | Istanbul
انځور: AFP/O. Kose

دترکیې جمهورریس رجب طیب اردوغان د کرونا ویروس د شیوع په مقابل کي په خپل هیواد کي د نوو مقرراتو اعلان وکړ. دغه مقررات د پرون جمعې )د اپریل دریمه( ماښام څخه نافذ سول.

هغه وویل، چي د ۳۰ لویو ښارونو او زونزلداک ناحیې ورودي او خروجي لاري به هم وتړل سي او تر شل کالو کښته ځوانانو وتل به هم منع سي. هغه ټینګار وکړ، چي د ترکیې اوسیدونکي مجبوره دي په عامه ځایونو کي د ماسکونو څخه استفاده وکړي. هغه خلګو ته په خطاب کي وویل، »سړکانو او کوڅو ته مه راوزی. په خپلو کورونو کي پاته سی او کورنی قرنطین مراعت کړی.«

Türkei Recep Tayyip Erdogan
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغانانځور: picture-alliance/AA/M. Kula

جمهورریس اردوغان د ترکیې د وضع د تشریح کیدو پر وخت وویل، چي هیواد یې تر پرمختللو غربي هیوادو هم د کرونا سره په مبارزه کي ښه عمل کړی دی.هغه اضافه کړه، چي ټوله ترکي اتباع صحي بیمه لري او په هرځای کي عصري روغتونونه جوړ سوی دي.

ترکي رسنیو په دې اخرو ورځو کي رپوټونه خپاره کړي وه، چي د دغه هیواد په صحي مرکزونو کي تر ۳۰۰۰۰ اضافه ډاکټران او نور طبي پرسونل استخدام سوی دی.

اردوغان همدارنګه وویل، چي دغه هیواد د کرونا سره په مبارزه کي ټوله لازم وسایل، لکه ماسکونه او یا د کرونا تشخیص کونکي آلې پخپل هیواد کي تولیدوي او خارج ته محتاجه نه دي.