ترکي ژورنالست د دویچه ویله د بيان د آزادۍ جايزې ګټونکی شو
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲, پنجشنبه
سېدات اېرګين د روان مېلادي کال د مارچ د مياشتي راهيسي د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سپکاوي د تور سره مخامخ دی. د يادي مياشتي راهيسي د نوموړي پر وړاندي محاکمه ادامه لري.
دويچه وېله د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۱مه نېټه) اعلان وکړ، چي سېدات اېرګين ته به خپله سږنۍ «د بيان د آزادۍ جايزه» ورکړي. د آلمان ږغ ياده جايزه هر کال د «ګلوبل مېديا فورم» په نوم د غونډي په ترڅ کي يو داسي کس ته ورکوي چي د بشري حقونو او د بيان د آزادۍ له پاره يې مبارزه کړې وي.
د دویچه ویله عمومي رئيس پېتر ليمبورګ، سېدات اېرګين ته د يادي جايزې د ورکړي په تړاو ويلي دي چي اېرګين په ترکيه کي د خپلو په سلهاو هم مسلکو ژورنالستانو سره يو ځای هره ورځ پر ځان زيات خطر مني، چي د رسنيو او د بيان د آزادۍ له پاره مبارزه جاري وساتي.
«وياړ ګڼم»
سادات اېرګين د يادي جايزې له پاره د نومول کېدو په خپل لومړي غبرګون کي ويلي دي: «دغه جايزه چي په نړيواله توګه د رسنيو د آزادۍ او معيارونو د خوندي کولو له پاره پېژندل کيږي، ورته زما نومونه وياړ ګڼم.»
دغه جايزه تېر کال د سعودي عربستان بلاګر رائف بدوي، ته ورکړل سوې وه. نوموړی د ۲۰۱۲ کال راهيسي په خپل هيواد کي بندي دی. همدا وجه وه چي ياده جايزه د هغه مېرمني د هغه په استازیتوب ترلاسه کړه.
کله چي ترکی ژورنالست د روان کال د مارچ په مياشت کي محکمې ته حاضر کړل سو، نو هغه په ترکيه کي د رسنيو د آزادۍ په تړاو له اندېښنو ډک انځور وړاندي کړ. نوموړي وويل: «په ترکيه کي په ۲۰۱۶ کال د رسنيو آزادي تر درباري چوکاټ پوري محدوده سوې ده.»
د «حريت» ورځپاڼې دفتر تېر کاله دوه ځله د حکومت پلوه په غوسه ډلو له خوا تر بريدونو لاندي راغی.
د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان وکيل په «حريت» ورځپاڼه کي چاپ سوې يوه مقاله په دې تورنه کړې چي ګواکي پکښي د ولسمشر د وينا سپکاوی سوی. اردوغان دغه وينا هغه وخت ورکړې وه کله چي منع سوي د کوردانو د کارګر ګوند وسله والو پر ترکي عسکرو بريد کړی ؤ.«خاموشه نه سو پاته کېدلای»
ليمبورګ د پنجشنبې په ورځ وويل چي دویله ویله په ۱۹۶۲ کال کې په ترکي ژبي خپرونې پېل کړې. د نوموړي په وينا دویچه ویله «په کلکه د ترکي ولس سره خپله ملګرتیا او پيوستون احساسوي.»
پېتر ليمبورګ زياته کړه: «خو موږ نه سو کولای چي ووينو او خاموشه پاته سو، کله چي ژورنالستان، هنرمندان او ساينسپوهان به تنظيم سوې توګه د چارواکو له خوا بېرول او ځورول کيږي.»
«د بيان د آزادۍ جايزه» د ۱۹۹۵ کال راهيسي هر کال د دویچه ویله له خوا ورکول کيږي. دغه جايزه د «بابس» يا «د آنلاين تر ټولو غوره فعاليت» د سيالۍ په ترڅ کي اعلانيږي. دغه جايزه هغه کسانو ته ورکول کیږي چي د بيان او د رسنيو د آزادۍ او د بشري حقونو له پاره يې هلي ځلي کړي وي.
د دویچه ویله له خوا ترکي ژورنالست ته په داسي حال کي د بيان د آزادۍ جايزه اعلانيږي چي د بې پولې ژورنالستانو سازمان يوه ورځ مخکي د رسنيو د آزادۍ پر بنسټ د هيوادونو ليست خپور کړ. په دغه ليست کي فنلاند تر ټولو زیاته د رسنيو آزادي لرونکي هيواد په توګه راغلی دی خو ترکيه په ۱۵۱ نمبر راوستل سوې ده. په بشپړه توګه په دغه ليست کي ۱۸۰ هيوادونه راغلي دي.