ترکيه: پوځيان د بشر د مدافعينوپرضد
۱۳۸۷ فروردین ۱۶, جمعهد دغه کارسبب د افراطي نېشنلست مدافع وکيل الپ آرسلان " آرسلان " يرغل وو، چې د ۱۳۸۵ هجري لمريزکال د غويي د مياشتې په ۲۷ نېټه يې د ترکيې د سترې اداري محکمې پرقاضيانوباندې ډزې وکړې. د دغوقاضيانو ۵ تنه ژوبل او يوتن مصطفی " يوچل " وروسته مړشو. آرسلان ترنيول کېدووروسته وويل، چې د محکمې د يوه حکم له کبله يې پردغو قاضيانو باندې يرغل وکړ.
دغو قاضيانويوه ښوونکې موقوفه کړه، ځکه، چې ښوونځي ته د تګ په لاره کې يې ټيکری يا پوړنی پرسرکړی وو. خووروسته بيا معلومه شوه، چې آرسلان د ديني دلايلوله کبله دغه يرغل نه وو کړی، بلکه د يوې افراطي نېشنلستي ډلې غړی دی او د دغه يرغل په واسطه يې غوښتل، چې د اروپايي ټولنې اوترکيې اړيکي خرابې کړي.
پرپوځ باندې نيوکې د جراوړعمل ؟
اېرن " کېسکين " د ۱۳۸۵ هجري لمريزکال د چنګاښ د مياشتې په ۵ نېټه له آلمانۍ ورځپاڼې تاګېس شپيګل سره په مرکې کې وويل، چې:" د ترکيې د سترې اداري محکمې پرقاضيانوباندې يرغل پردولت باندې يرغل نه وو، بلکه دغه يرغل د هغو کړيوپه ګټه تمام شو، چې زورمټي دي، د دولت اودين بېلوالی غواړي اوپرپوځ باندې د سياسي قدرت د ساتلولپاره تکيه کوي. تراوسه پورې د ترکيې هيڅ حکومت د دې وس نه درلود، چې له پوځ نه پرته په آزاد ډول عمل وکړي. "
د لوی درستيزترعريضې وروسته د استانبول څارنوالۍ د ۳۰۱ لانجمن پراګراف له مخې پر کېسکين باندې دعوی وکړه. د دغه پراګراف پربنسټ " ترکي توب " ته سپکاوی د جزاوړعمل دی. څارنوالۍ ادعاکوي، چې کېسکين داسې خبرې کړيدي، لکه د ترکيې پوځ چې يوه جنايي ټولنه وي.