1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: که کرونا ۱۰۰ زره کسان ووژنې نو موږ به «ښه کار» کړی وي

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

ښايي ولسمشر ترمپ په پیل کې د کرونا ویروس د نه جدي نیولو هڅه کوله، خو اوس هغه منلې ده چې په امريکا کې د دې ويروس له کبله د لږ تر لږه ۱۰۰ زرو کسانو د مړینې ويره موجوده ده.

https://p.dw.com/p/3aBFB
USA Corona-Pandemie Präsident Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Semansky

امريکا متحده ايالات له تيرو څو ورځو راهيسې هغه هېواد دی چې د کرونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي. د کرونا ضد مبارزې په برخه کې د ولسمشر ترمپ مشاور انتوني فاوچي، لا په متحده ايالاتو کې په ټوليزه توګه د تر ۲۰۰ زور کسانو د مړينې اټکل کوي.

په سپينه مانۍ کې د کرونا ويروس د کاري ډلې څخه ډاکتره ديبورا بريکس، وايي چې د ويروس د مخنيوي پر اقداماتو سربيره هم په امريکا د ۸۰ زرو او ۱۶۰ زرو ترمنځ کسانو د مړينې وړاندوينه شوې ده. هغې ویلي دي چې د دې امکان هم شته چې آن ۲۰۰ زره کسان له دې کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «که موږ [د مړینې شمیره] لکه څرنګه چې وایو ۱۰۰ زرو ته محدوده وساتو ـ که څه هم دا ډیره خرابه شمیره ده ـ آن که د مړینې شمیر تر دې کښته وې او یا د ۱۰۰ او ۲۰۰ زرو تر منځ وي، نو موږ به ټولو سره ګډه ښه کار کړی وي.»

د ترمپ د دې څرګندونو هدف دا وو چې که د کرونا ویروس له کبله رامنځ ته کیدونکې مړینې په امریکا متحده ایالاتو کې د ۱۰۰ او ۲۰۰ زرو تر منځ وي، نو د دې هیواد د چارواکو له خوا شوي اقداماتو به نتیجه ورکړي وي.

آيا تر ايستر اختر وروسته به وضعه ښه شي؟

ترمپ وويل چې ښايي په امريکا متحده ایالاتو کې د مړينې کچه تر ايستر پورې يعني په دوو اوونيو کې خپل اوج ته ورسېږي. د هغه په خبره تر دې وروسته به د مړينې کچه مخ پر کميدو شي او په دې «هيله چې دغه تمايل باثباته وي».

ولسمشر همدا راز دې ته هم په انتظار دی چې امريکا به د جون مياشتې په پېل کې د کرونا ویروس له بحرانه د راوتلو لارې ته برابره شي. په دې سره نوموړي يوه بله وړاندوينه وکړه ځکه په اصل کې یې د ايستر په ورځو او شپو کې د وضعې په واضح توګه د ښه کيدو وړاندوينه کړې وه.  

ترمپ همدا راز دا هم وویل چې د کرونا د مخنيوي له پاره د حکومت له خوا وضعه شوي مقرررات به نورې پنځلس ورځې هم وغځول شي او د اپريل تر ۳۰مې نیټې به دوام وکړي. د دې مقرراتو پر اساس امريکايي وګړو ته لارښوونه شوې چې د امکان په صورت کې له کوره کار وکړي، له غير اړينو سفرونو څخه ډډه وکړي، له لسو زيات کسان سره راټول نه شي او د ناورغتيا د علايمو په صورت کې په کور کې پاته شي.

مقررات الزامي بڼه نه لري

خو د حکومت له خوا دا مقررات کومه الزامي بڼه نه لري او يوازې لارښوونې دي. برعکس بيا د ایالتونو او ناحيو په کچه سخت اقدامات تر لاس لاندې نيول شوي دي چې په کې د مغازو د بندولو څخه نيولې بيا پر ګرځیدو بندیز او د عامه ژوند محدولولو پورې مقررات شامل دي.

ترمپ د دې محدوديتونو له کبله په څو ځلي بې صبري څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په دې توګه به په امريکا متحده ايالاتو کې د اقتصادي فعاليتونو مخه په شديده توګه ونيوله شي. خو هغه اوس وايي: «تر دې به بدتره خبره نه وي چې سړی بريا تر رسېدو د مخه د بريا اعلان وکړي.»

د پلوسي له خوا سختې نيوکې

د امريکا د استازو مجلس مشرې نينسي پلوسي د بحران د پراخيدو پړه پر ترمپ ور اچولې ده. نوموړې له CNN تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وويل چې ولسمشر ډېر وخت وضيعت جدي نه وو ګڼلی.

په امريکا کې نيويارک ایالت په ځانګړي توګه ډېر ځپل شوی دی. د ګورنر اندريو کوومو په حواله تر اوسه ۹۶۵ کسان د دې ویروس له کبله مړه شوي او لږه تر لږه ۶۰ زره نور پرې ککړ شوي دي. د نيويارک په سنترل پارک کې په دې منځ کې د کرونا د مريضانو د درملنې له پاره موقتي روغتون جوړ شوی دی.

(bs/ms (afp, dpa, rtr