1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که طالبان له موافقې سر وغړوي، په لا زیات قوت سره ورستنیږو»

۱۳۹۸ اسفند ۱۱, یکشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقتنامې تر لاسلیک وروسته ویلي دي که چیرې دغه ډله موافقتنامه نقض کړي، امریکا به له داسې قدرت سره بیرته ورستنه شي، چې تراوسه هیڅ چا نه وي تجربه کړی.

https://p.dw.com/p/3Ygw4
USA, Washington: Trump hält State of the Union Rede im Capitol
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

له طالبانو سره د امریکا تړون چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمينه مساعدوي، په دغه هیواد کې د سولې په برخه کې لومړی ګام بلل کیږي. امریکا متحده ایالاتو له طالب جنګیالیو غوښتي دي چې خپلو تعهداتو ته دې ژمن پاتې شي.

د دې موافقتنامې په اساس به په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. همدارنګه آلماني پوځ به هم وروسته له ۱۹ کلونو په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته ورسوي. خو شرط دا دی چې هغه موافقتنامه نقض نه شي چې د شنبې په ورځ(د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ نیټه) په دوحه کې لاسلیک شوې ده.

د امریکا ولسمشر د سیمه ایز وخت مطابق د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل چې په «نه چندان دومره لیري راتلونکې» کې به شخصاً د طالبانو له رهبرۍ سره وويني. خو د دې لیدنې کتنې د وخت او ځای په اړه یې څه ونه ویل.

ترمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو وتل به کله پيل شي، وویل: «نن دوی سمدستي په دې کار شروع کوي.» ترمپ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که طالبان پر خپلو ژمنو، چې په هوکړه لیک کې ذکر شوي دي وفا ونه کړي، نو امریکا به له داسې قوت سره چې تر اوسه پورې هیڅ چا نه وي تجربه کړې بیرته ستنه شي.

طالبانو د نورو مواردو ترڅنګ ژمنه کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه به په راتلونکې کې امریکا او د هغې نورو متحدینو ته هیڅ ډول تروریستي خطر نه پيښیږي. دغې ډلې همدارنګه له افغان حکومت سره مذاکرات منلي دي، څو یو دایمي اوربند ته لاره خلاصه او د افغانستان د راتلونکي له پاره د یوې سیاسي حل لارې نقشه رامځته شي.

آژانسونه: ش.ن/م.ق.ن